جانداد فاطمې ته وويل چې بايد د ولايت د مصنوعي غړو د جوړولو روغتون ته لاړ شي چې مصنوعي پښه يې ترميم او يا نوې ورته جوړه کړي . شپه ناوخته شوې وه خوجانداد لا کورته نه و راغلی. شفيقه او فاطمه اندېښمنې وې چې په دې وخت کې له کوره بهر د څو کسانو ګونګوسی وارېدل شو. نسيم راغی اوويل يې چې ګونګوسی دهغه د ملګرو واو زياته يې کړه چې جانداد د پښې د خوږوله کبله نن شپه په دکان کې تېروي . جانداد روغتون ته له تګ نه مخکې ددکان په باب اندېښمن و ، خو ثمرګل ډاډورکړ چې دی به ټول کارونه په سمه توګه پرمخ بوځي. ناظر د بهادرشاه د لټون پسې سرګردانه و . نسيم وويل چې بهادرشاه د سرورغلا کړې قالينچه او لوښي خرڅ او پيسې يې په پوډرو لګولي دي .  | | | رحيم د ګلخان سره دسرکاري باغ د بيا رغاونې د سلا مشورې په نيت راغلی دی . |
بهادرشاه دانګړ په منځ کې د يخ پرمخ بې هوښه پروت و، بي بي ګله ډېره وارخطا وه او د ماه جبينې په ملګرتيايې هغه کوټې ته يووړ . رحيم د ګلخان سره کوز کلي ته دولسوالۍ د بازار سره نېژدې دسرکاري باغ د بيا رغاونې د سلا مشورې په نيت راغلی و. رحيم وويل چې دباغ بيا رغاونه پيسو ته اړتيا لري او دوی بايد دولايتي شورا سره تماس ونيسي او ددولت له مالي امکاناتو ګټه واخلي . |