جانداد د ولايت د مصنوعي غړو د جوړولو له روغتون څخه تر راستنېدو وروسته فا طمې ته وويل : "څو ورځې مې په روغتون کې ،دډاکترانوتر نظرلاندې،د پلاستيکي پښې سره تمرين و کړ اوس يې ستونزه ليرې شوې ده." لعلباز غوټۍ ته د څوکليو د مشرانو د جرګې د جوړېدو وويل چې د ملخانو دغوزو د له منځه وړلو لپاره به يو ګډ تصميم ونيسي. په جرګه کې اکبر وويل چې کليوال بايدد پخوا په څېردملخانو د غوزو د له منځه وړلو لپا ره اشر وکړي.  | | | د کليو د مشرانوجرګه ، د ملخانو دغوزو د له منځه وړلو لپاره ، ګډ تصميم نيسي. |
رحيمداد ډول غږاوه چې خلک د اشر د ورځې خبر کړي . نسيم وويل چې دی به خامخا ا شر ته ځي . انجنير ولي د برېښنا د توليد د برآورد پاڼې بابا اسلم ته ورکړې چې د کلي انکشافي شورايې د پيسود لاسته راوړو لپاره لاس په کار شي. رحيم ، بابا اسلم ته وويل چې د پيسو لپاره يې درخواست ليکلی او د کلي د شورا درهبرۍ غړي بايد په ولايت کې همکارې موسسې ته لاړ شي . |