اکبر او سمندر، فتح خان ته وويل چې دغروپه لمنوکې دملخانوغوزې پيدا شوي دي،خو هغه يې د له منځه وړلو لپاره اشر ته زړه نازړه و. اکبر ناظر ته وويل چې غواړي سرورخان د غرو په لمنو او نېژدې دښتو کې د ملخانو د غو زو له پيدا کېدو خبرکړي . لعلباز د ترکارۍ د ښه تخم دپيداکولو په لټه کې و . سيد محمد ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به ورسره مرسته وکړي. لعلباز وويل چې دحوت په لومړيو کې به په ګرين هاوس کې تخم وکري او د حمل په مياشت کې به يې حاصل واخلي. غوټۍ له شمس وغوښتل چې د مرسل ګلابو قلمې ،چې په پلاستيکي کڅوړوکې ځای په څای شوي دي، مخ په لمر کوټه کې کېږدي.  | | | فتح خان دغروپه لمنوکې دملخانو دغوزو د له منځه وړلو لپاره اشر ته زړه نازړه دی. |
آدم خان، ګلاب شاه ته وويل چې حکومتي کسانو دشمشېر خان ځمکه پلټله. ګلاب شاه بې خبري وښوده او وعده يې وکړه چې دهرډول خطرمخه به ونيسي. رحيمداد او لعلباز څو تنه پوليس وليدل چې د شمشېرخان کورته تلل. شمشېر خان ، آدم خان ته وويل چې اخترمحمدورباندې عرض کړی دی. آدم خان له شمشېرخان نه وغوښتل چې حکومت ته له تللو دې ډډه وکړي خو هغه يې خبره ونه منله. |