 | | | مجيد د ناظر مېږې د ملک آدم خان کره وروستې چې په بدل کې يې د سرورخان آس بېرته ورکړي. |
اکبر په نيالګيو پسې راغلی و خو د عابدې ټول نيالګي خرڅ او يوڅو د ګوتو په شمار پاتې وو. عابدې پريګلې ته وويل چې د بر او کوز کلي کليوال دې خپله د نيالګيو له خرڅولو خبر کړل او غفار هم ورسره مرسته وکړه . غفارعابدې ته وړانديز وکړ چې د نيالګيو په پيسو به هغه خپل دکان ته سودا واخلي اويوڅه ګټه به هغې ته هم ورکړي . غوټۍ په دېوال کې د لرګيو رپک (رف) جوړاوه چې لوښي پرې کېږدي خولعلباز د لوښود رالوېدو وويل . غوټۍ د لوښو د خوندي اېښودو لپاره د المارۍ اخيستو وړانديز وکړ . جانباز هغه بې ځايه لګښت وباله خولالباز وويل چې خپل پلارته به قناعت ورکړي.  | | | اکبرغوښتل له عابدې نيالګي واخلي خود هغې ټول نيالګي خرڅ او يوڅو دانې پاتې وو. |
مجيد د ناظر مېږې د ملک آدم خان کره راوستې وې چې په بدل کې يې د سرورخان آس بېرته ورکړي .سمندر ، مجيد د اعتبار وړ ونه باله. ناظر وويل چې د سرورخان د آس د برمته کېدو په خاطر کورته نه شو تللی . بابا اسلم وويل چې دې ستونزې ته به د حل لاره پيدا کړي . ناظرانګېرل چې د ځان د پانسي کولو په چل به يې سرورخان وبښي خو بابا اسلم له سرور نه وغوښتل چې له آدم خان سره خبرو ته کېني . |