زرمينې، قمبرګل ته وويل چې له عابدې د ميوه لرونکوونو نيالګي واخلي. عابدې رابيا ګلې ته وويل چې دنيالګيوپه خرڅلاو کې يې ښه ګټه کړې ده. اکبر خپل زوی،قمبرګل، ته وويل چې په نيالګيوپسې ولاړشي خوزرمينې د اکبر تګ د نيالګيو خوښولو ته ضرور وګاڼه. پلوشې، شکېبا ته وويل چې د ښوونځي د پيل کېدو په غونډه کې يې يو شعرووايه چې ټولو وستايه. هغې له شکېبا نه وغوښتل چې په چم ګاونډ کې د ښوونځي د عمر ماشومان خبر کړي چې په ښوونځي کې شامل شي.  | | | عابدې دنيالګيوپه خرڅلاوکې ډېره ګټه وکړه. |
رحيم خوښ و چې غفارد دولتي موسسې نه د برېښنا د توليد د ډاينمود اخيستو لپاره پيسې ترلاسه کړې وې . انجنير ولي وويل چې د همکارې موسسې فني کسان به د ډاينمو په اخيستو کې مرسته وکړي خوترهغې مخکې بايددډاينمونصبولوته کوټه جوړه شي. حميدې د ژرندې سره کليوال ليدلي وو چې په يومونو او کلنګونو يې ځمکه شلو له. عا طفې وويل چې هغوی د برېښنا دډاينمو لپاره کوټه جوړوله . |