اميدد بوتل شيدې نه خوړې او ژړل يې. فاطمې ، شفيقې ته وويل چې کاشکې دا په اېډز نه وای اخته ، زوی ته يې خپلې شيدې ورکړې وای. زرمينې وانګېرله چې د اميد ژړا به د زړه له خوږو وي او له فاطمې يې وغوښتل چې سپېرکۍ او باديان دې ورکړي . غوټۍ ، عابدې ته وويل چې د هندواڼو د پولو په منځ کې دې زودرسه ترکاري وکري ، څو د هندواڼوتانګونه غځېږي، ترکاري به رسېدلې وي . الله داد مېږې په څړځای کې خوشې کړې او خپله د کريم سره د قاچاقبر دکورپه لټه پسې ولاړ .کريم وويل کېدای شي مېږې خپله کورته تللې وي . الله داد دا خبره ونه منله ، په شپه کې يې دخپل کور دروازه وټکوله اود پلار نه يې وغو ښتل چې ورباندې غوصه نه شي او ويې نه وهي .  | | | زرمينې له فاطمې وغوښتل چې اميد ته سپېرکۍ او باديان ورکړي . |
الله داد پلار ته وويل چې د مېږو له پوولو ستړی شوی او د يوه داسې بل کار په لټه کې دی چې عايد يې ښه وي . الله داد، رحيمداد ته د خارج د تګ خبره وکړه خو هغه دغه کار ډېر خطرناک او له مرګ سره تړلی وباله. کريم ، الله داد وهڅا وه چې ژر ځان د خارج د تګ لپاره تيار کړي خو هغه د پلار داجازې نه ورکولوخبره وکړه. . |