شمس دزلزلې په مهال ويده ؤ، ناڅاپه يې پرسريې ديوالي ساعت رالويد او زخمي يې کړ. غوټۍ دهغه دسر له زخم نه پاکه ټوټه تاوکړه. جانباز وارخطا و چې شمس به ډير زخمي شوی وي .غوټۍ تسلي ورکړه چې کلنيک ته له خپل پلار سره تللی اوروغ جوړ به بيرته راشي. شفيقې دچينې ترغاړې عاطفې اوپريګلې ته وويل چې فاطمې دکور په کارونوکې ځان ستړی کړی ؤ اواوس بيماره ده. عاطفې وويل چې فاطمه بايد درانه کارونه ونکړي، ځکه چې ايډزلري، خو فاطمه په کور کې دناروغۍ له کبله بې هوښه او شفيقه ورته واخطاشوه. نسيم د ثمرګل سره دورزش دګټو په باب خبرې کولې. ثمرګل وويل چې دوی بايد دولسو الۍ دبازار له ځوانانو د واليبال يا فوټبال ټيم جوړ کړي.  |  هغه کسان چې د ايډزناروغي لري، درانده کارونه بايد تر سره نکړي.  |
نسيم ،ګل محمد ته وويل چې دی او ثـمرګل د ولسوالۍ بازار له ځوانانو يو ورزشي ټيم جوړوي.ګل محمد د هغوی کار وستايه. |