ګلاب شاه، د بي بي ګلې په سپارښتنه،هغه ځای ته ولاړ چې بهادرشاه شېبه مخکې هلته ناست او له خلکو يې سوال کاوه ، خو هغه يې هلته ونه موند . بي بي ګله ډېره خپه وه چې بهادرشاه به چېری پيدا کړي . ګلابشاه ورته وويل چې له هغه نه دې لاس ووينځي . ماه جبينې بي بي ګله ملامته کړه چې بهادرشاه به يې له ليدو سره سم د کوم لاروي په مرسته کورته راوستی وای. عاقلې له تاخچې نه لوښي کوزول اوخپلې مور، عاطفې ، ته يې وويل چې د زلزلې په مهال يې د لوېدو او د چا د ټپي کېدوخطرشته . عاطفې هغه د لوښو له بې ځايه کولو منع کړه خو رحيم د عاقلې دا کار خوښ کړ او وعده يې ورکړه چې تاخچه به په المارۍ بدله کړي . فاطمه خوشاله وه چې زوی يې ، امېد ، جوړ شوی خاندي او خوشالي کوي . شفيقې دښو خوړو ورکول دهغه دروغتيايې حالت د ښه والي سبب وبلل.  | | | رحيم خپلې لور، عاقلې ، ته وعده ورکړه چې تاخچه به په المارۍ بدله کړي . |
فاطمی د ډاکتر له خولې وويل هغو ماشومانوته ،چې څلور مياشتني شوي،بايد د شيدو ترڅنګ نور خواړه هم ورکړل شي چې ناروغ او کمزوري نه شي . |