سمندر رحيمداد ته د اکبر د کلا د دېوال د نړېدو په پېښه کې درحيمداد د مېږو د مړه کېدو وويل خو رحيمداد هغه يوه دوکه وبلله. بابا اسلم رحيمداد پوه کړ چې اکبر يې مېږې په لوی لاس نه دي مړې کړي. رحيمدادبابا اسلم ته وويل چې دالله داد احوال يې لا تر اوسه ندی ترلاسه کړی. بابا اسلم وويل چې په راډيو کې کله ناکله د ورکو کسانو په باب خبرې کيږي. رحميداد هوډ وکړ چې خپله چرګه به خرڅه اوپه ييسو به يې راډيو واخلي. دپروژې آمر دسرکاري بڼ دبيارغاونې په موخه د ګلخان په لټه د ولسوالۍ بازار ته راغلی و چې هغه يې له ټراکټور سره هلته وليد. ثمرګل د واليبال د ميدان په باب د پروژې له آمر څخه وپوښتل . هغه وويل چې همالته دې لوبو ته دوام ورکړي . سرور رحيم ته شکايت وکړ چې کريم د شپې له خوا په کلي برېښنا پرې کړې وه . رحيم هغه د ناظر کار وباله .  | | | رحميداد هوډ وکړ چې خپله چرګه به خرڅه اوپه ييسو به يې راډيو واخلي. |
ښاپېرۍ د برېښنا پرې کول د ناظر خپل سري وبلله او له کريم څخه يې وغوښتل چې خپلې دندې ته دې ولاړ شي . کريم ناظر له ګرېوانه نيولی و چې سرور راورسېد . ناظر عذر وکړ چې د سرورپه کور کې د اوړو د تمامېدو په وجه يې د ويالې اوبه په ژرنده ورسمې کړې وې. |