شکريه خوښه وه چې د دېوال نړېدو زرمينې دوی ته د سر زيان نه دی اړولی خو زرمينه د رحيمداد د مېږو مړه کېدوته خواشينې وه. رحيمداد د قاچاقبرانو ټولې پتې لټولې وې او ملک آدم خان ته يې وويل چې الله داد يې پيدا نه کړ. آدم خان وويل چې الله داد به په بهرکې ښه کار پيدا او ده ته به ډېرې پيسې راولېږي، خو رحيمداد په قاچاقي لارو تګ د سر له خطر سره مل وباله . اکبر قمبرګل ته وويل چې د رحيمداد مېږې دې کورته ورولي خو د مېږو د مړه کېدو دې ورته نه وايي . ناظربابا اسلم اړکړ چې اوبه ژرندې ته ور واړوي څودسرورخان غنم اوړه کړي. پدې وخت کې کريم راغی چې ووينې ولې اوبه له ډاينمواړول شوي دي.  | | | ناظربابا اسلم اړکړ چې اوبه ژرندې ته ور واړوي څودسرورخان غنم اوړه کړي. |
بابااسلم پدې کار کې ناظر پړ وباله .کريم د ناظر د نيولو هڅه وکړه او ترڅنګ يې رابعه ګلې ته شکايت وکړ چې سرورد خپل زور څخه ګټه اخلي. ګلخان د پروژې آمر ته وويل چې دسرکاري بڼ په بيا جوړونه کې دې د خلکو غوښتنې په پام کې ونيسي. شکېبا خوشاله وه چې د سرکاري بڼ تر رغېدو وروسته به دوی هلته مېلې او تفرېح ته ورځي . |