ثمرګل نسيم د بهادرشاه له موندلو خبرکړ چې نشه يې کړې وه او د جانداد له دکان سره نېږدې په ځمکه پروت و . نسيم او ثمرګل غوښتل بهادر دهغه مور،بي بي ګلې ته وسپاري خو جانداد دهغه حالت د اندېښنې وړ وباله او کلينيک ته د وړولو يې وويل . د بهاردشاه سر ټپي شوی و او دکلينيک ډاکتراندېښمن و چې دسر سخته ضربه به يې ژوند ورختم کړي. نسيم ګل محمد ته وويل ، چې يه برکلي کې د ټاکنو د پوهاوي يو کارکوونکي له کليو ا لو وغوښتل چې پوه او تجربه لرونکي نوماند ته راًيې ورکړي . ګل محمد خپلې مور،پريګلې، ته وويل چې په هرو پنځوکلونو کې يوځل د جمهوري رياست ټولټاکنې ترسره کيږي.  | | | په هرو پنځوکلونو کې يوځل د جمهوري رياست ټولټاکنې ترسره کيږي. |
سيد محمد له خپلې مېرمنې، پريګلې وغوښتل چې د کلي له ټولو ښځو دې وغواړي څو دده د نظر وړ نوماند ته راًيې ورکړي. ګلمکۍ له عابدې وغوښتل چې يوه هڼدواڼه خوراک ته ماته کړي ، خو عابدې هغه خامې وبللې. ګلمکۍ د عابدې پام د هندواڼو مړاوو بوټو ته واړاوه . عابدې هغه تږي وبلل او اندېښمنه شوه چې د اوبو واريې ليرې دی. |