 | | | ګلالۍ يې مېړه دومره وهلې وه، چې لاس يې پرې مات اوکوڅۍ يې پرې شلولې وې. |
دافغانستان په يوشمېرکورنيو کې دتاوتريخوالي څه ناڅه څرک شتون لري، چې ډېری بېلګې يې دښځوپه وړاندې تر سترګو کيږي. دا تاو تريخوالی کله فزيکي او کله هم رواني بڼه لري. دښځو وهل او رټل هم دتاوتريخوالي له هغوډولونونه دي، چې دکورنۍ ټول غړي په ځانګړې ډول ښځينه اولادونه ددې راز پېښو قرباني کيږي. ګلالۍ دهغې نجلۍ مورده،چې دهمدې تاوتريخوالي قرباني شوې. موږ دګلالۍ له مېړه نه وغوښتل، چی دخپل تېر ژوندپه اړه زموږ سره وغږيږي. نوموړي دخپل ځان پر ځای خپلې کورنۍ ته دخبرو واک ورکړ. په پيل کې به دکورنۍ له مورنه، چې ګلالۍ نوميږي واورو. "ګورنۍ مې زما له خوښې پرته ترډېرومرکووروسته واده کړم. دپيل يوکال مو په خوښۍ تېرکړ، خو وروسته د نندرورګانو لاسوهنې زموږ ژوند تريخ کړ." ګلالۍ وويل، چې يوه ورځ دتره له زوی سره له ناستې يې خاوندخبر او په هماغه مهال يې دومره ووهله، چې لاس يې مات اوکوڅۍ يې پرې و شلولې. په همدې حالاتو کې يې خاوند يوه لور، چې لا په اتم ټولګي کې وه،دهغې له خوښې پرته نامزد کړه. خپل خپلوانو او ګاونډيانوبه يې لورته پېغورونه ورکول چې ولې يې په پردي قوم کې مېړه کړی ، چې دې خبرو هغه ډېره ځوروله.  | | | کورني تاوتريخوالي اودخلکو پېغورونودګلالۍ ځوانه لورځان وژنې ته وهڅوله. |
ګلالۍ دخپلې لوردځان وژنې کيسه داسې وکړه: "يو ماښام،چې په کورکې څوک نه وو، لورمې دخلکو دپېغور نه دځان دژغورلولپاره په کور کې شته وسلې ته لاس اودډولۍ پرځای يې تابوت پورته شو. دې ځان وژنې او زوی ته مې واده کول زما دخاوند کړه وړه بدل کړل، چې اوس يومهربان مېړه او له زړه سوي ډک پلار دی." د ګلالۍ دوی دکورنۍ نورغړي هم دمور اوپلارله ښې ګوزارې خوښ او پدې هيله دي، چې راتلونکې به يې نوره له داسې ناخوالو خوندي وي. |