|
د رڼا کلی: خواخوږی که جابرپلار؟ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کورنۍ هغه لومړنی مرکز دی، چې ټول ترې ديوه چت لاندې اوسی. پدې مرکزکې ماشومان دهغوی د شخصيت دروزنې لپاره دموراو پلارځانګړنې پاملرنې ته اړتيا لري. راځئ دکورنۍ دمشرپه توګه له خپل ځان نه وپوښتو، چې دخپلوماشومانو لپاره څرنګه پلار واوسو او دهغوی ترڅنګ زموږ شتون څومره ګټور دی؟ آيا داسې پلار واوسو، چې اولادونه مودنوم په اورېدو په خوب کې وډارشي او که داسې پلار، چې هره ګړۍ مو دراتګ شېبې وشمېري؟ دې پوښتنوته دځواب دموندلو لپاره دکابل دعلي آباد روغتون ته ولاړو. هلته درواني ناروغيوپه څانګه کې دپلوشې سره مخ شو. پلوشه دبغلان ولايت دتالابرفک اوسېدونکې ده. هغه په وجود کمزورې، تورې نرې جامې يې په تن او دخبرو کولو حوصله يې نه درلودله. کله مو، چې له پلوشې نه دهغې دژوندپه اړه وپوښتل، په پټوسترګو يې خپل د کوچنوالي وختونه يادول، چې څرنګه يې پلار رټله او وهله. هغې وويل، چې پدې هيله يې واده کړ،څودخپل واک څښتنه واوسي، خو خواښې يې دخپلې خوښې ژوند ته نه پرېږدي.
دهغې مېړه، چې په روغتون کې يې ترڅنګ ناست و، ډېر مهربان او دپلوشې هره خبره يې د زړه په غوږونو اورېدله. پلوشه هم له هغه نه ډېره خوښه ښکارېدله، خو د وړکتوب ناخوالوپرې دځوانۍ په دوران کې دليونتوب څپې راوستي دي. موږ هڅه وکړه، چې دپلوشې دپلار يا خسرګنۍ نظرهم پدې برخه کې ترلاسه کړو څو وپوهېږو، چې ددې ټولو ناخوالو پړه دچاپرغاړه ده، خو له بده مرغه دې هڅه کې بريالي نشو. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||