|
”ورانه کلا“ پروګرام ميډال وګاټه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان لپاره د بي بي سي تعليمي پروژې، د ” ژوندکيسې“ لړۍ يوه راډيويي پروګرام، ورانې کلا، د نيويارک په نړيوال فسټيوال کې د برونزو (ژيړو) ميډال وګاټه. نن د پنجشنبې ورځ (٥/٧/٢٠٠٧) په دغه وياړ د بي بي سي د تعليمي پروژو له خوا په کابل کې د دغه دفتر په مېلمستون کې يوه غونډه جوړه شوې وه. په غونډه کې د افغانستان د اطلاعاتواو فرهنګ وزير، عبدالکريم خرم، د پوهنې وزارت معين، محمد صديق پتمن، د ډله ييزو رسنيو يو شمېر استازو، د دولتي او نادولتي مرستندويو ټولنو يو شمېر غړيو او د بي بي سي د تعليمي څانګې کارکوونکو برخه درلوده. د غونډې په پيل کې، په افغانستان کې د بي بي سي د تعليمي څانګې مشر، شېراغا کريمي د بي بي سي نړيوال ټرسټ په استازيتوب د تعليمي څانګې کارکوونکو ته د وروستۍ بريا او ميډال مبارکي وويله او هم يې د هغو ميډالونو په اړه رڼا واچوله، چې د بي بي سي تعليمي پروژې راډيويي پروګرامونو، د تېرو څو کالو په بهير کې ترلاسه کړي وو.
ورپسې ښاغلي خرم د بي بي سي تعليمي پروګرامونه خورا ارزښتناک وګڼل او ويې ويل: ” بي بي سي راډيو د افغانانو دتېرو دريو لسيزو له ژوند سره خاص تړاو لري. د تيروڅو کلنوجګړو په بهير کې چې، د افغانستان ډېری تعليمي مرکزونه تړل شوي وو، بي بي سي راډيو دخپلوتعليمي پروګرامونو له لارې دغه خلاتريوحده ډکه کړه “. ښاغلي پتمن بيا د راډيو له لارې يا له ليرې د تعليمي پروګرامونو پرارزښت رڼا واچوله او د بي بي سي تعليمي پروژو فعاليتونه، په تېره بيا د ماشومانو لپاره د تعليمي پروګرامونو لړۍ خورا ګټوره وارزوله. ده زياته کړه: ”موږ د افغاني ماشومانو دښوونې اوروزنې لپاره مکتبونه او بي بي سي راډيو د تعليمي پروګرامونولړۍ لري چې، په دې اساس د افغانستان د پوهنې وزارت او بي بي سي راډيو تر منځ ډېرې نژدې اړيکې او همکاري شته. موږ غواړوچې، په راتلونکې کې دغه اړيکې اوهمکاري نوره هم زياته شي“.
نيويارک فسټيوال (٥٠) کلنه کاري سابقه لري، چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په سلګونو اعلانونه، راډيويي او ټيلويزيوني پروګرامونه او هم فلمونه په کې سيالۍ ته وړاندې کېږي. د سږ کال سيالي، چې پايلې يې د جون د مياشتې پر ٢٨مه نېټه په ډاګه شوې. د ماشومانو لپاره د بي بي سي د تعليمي پروګرامونو د لړۍ يوه راډيويي پروګرام، چې (ورانه کلا) نومېده، د برونزو (ژيړو) يو ميډال وګاټه. د ”ورانه کلا“ پروګرام هدف هغو ماشومانو ته، چې تازه خپل هېواد ته راستانه شوي او يا د هېواد له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته کډه شوي، په کنډوالو، ورانو کلاګانو او زړو پوځي پوستو کې د پټو بلاګانو (ماينونو) په باب معلومات ورکول دي. د يادونې وړ ده چې، تر دې مخکې د نيويارک په نړيوال فسټيوال کې د ماشومانو دريو نورو راډيويي پروګرامونو، لکه ”ستوری“ د ژيړو ميډال ” نيمګړې غالۍ“ دسپينو زرو ميډال او ”نابينا سترګې او بينا زړه“ فاينلسټ سرټيفيکېټ (ستاينليک) ګټلی و. همداراز د بي بي سي د تعليمي څانګې دتعليمي پروګرامونو يوې بلې مهمې او مرکزي لړۍ ”نوی کور، نوی ژوند“ د خپل (١٣) کلن کار په بهير کې يو د سپينو زرو دوه د برونزو ميډالونه او پنځه فاينلسټ سرټيفيکېټونه ګټلي دي چې، وروستی فاينلسټ سرټيفيکېټ يې تېر کال په لاس راووړ. او د ماشومانو د تعليمي پروګرامونو مينه والو ته زېری ورکول کېږي، چې د دوی د خوښې لړۍ ( د ماشومانو پروګرام ) د جون د مياشتې پر اوومه نېټه شپږ کلنه کېږي.
|
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||