 | | | محبوبه هيله کوي څوله خپلې کونډې خور سره، چې له خپلو زامنوسره اوسي، يوځای ژوند ولري.. |
د افغانستان په ځينو سميوکې يوشمېر متعصب کسان کونډې ته دخپلې خوښې وړ کس سره دواده او ژوند حق نه ورکوي،هغه خپل مال او متاع ګڼي.داسې کسان په کونډه هرډول ظلم او ستم روا ګڼي. محبوبه هم يوله داشان کسانو نه ده، چې اوس دامن په کور کې شپې سبا کوي. هغې ديوې ځانګړې مرکې په لړ کې دخپل تېر ژوند ناخوالې بيان کړې. محبوبه يې پلار دهغې له خوښې پرته يوه معيوب سړي ته واده کړه. لېوره به يې تل دااوددې مېړه بې لامله وهل، ټکول ، ان تردې، چې خاوند يې په دواړو سترګو ړوندشواوپنځه کاله وروسته مړ شو. دمېړه تر څلوېښتۍ وروسته يې لېور پرې جنسي تېری وکړ، چې ددې ناوړه عمل په پايله کې دمحبوبې ماشوم په نس او لېور يې نکاح کولو ته اړشو. دهغې لېور بله مېرمن يې هم درلودله. داچې نوموړي هلکان ساتل، دمحبوبې ګوزاره ورسره ستونزمنه شوه. دهغې دژوندله ترخويادونو نه يوه هم هغه ورځ وه، چې دغوا دلوشلوپرمهال ترې شيدې تويې شوې.  | | | پر محبوبې دهغې دمېړه ترڅلوېښتۍ وروسته لېورجنسی تېری وکړ اوبيايې ځانله نکاح کړه.. |
بنې يې مېړه پرې خبرکړ، هغه په غوجله کې دغواګانوتر پښولاندې داسې ووهله، چې هډوکي يې مات شول. دې ناخوالوهغه له کورنه تېښتې ته اړاېستله او دښځوچارو وزارت ته پناه يوړله.هغې ونه ويل، چې څرنګه او د چا په ملتيا له کورنه وتښتېدله. محبوبه پدې هيله شپې سبا کوي، څوله خپلې کونډې خور سره، چې له خپلو زامنوسره اوسي، يوځای ژوند ولري. |