BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:00 گرينويچ 2012 ,02 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کې زر: پوراو واردات

پور او واردات
اميني له کوچنيوپورونوپه ګټې اخيستنې توانېدلی، چې دکمپيوټرونوعمده پلورنځی جوړ کړي.
که چېرې يو پانګه اچوونکی په داسې يو څه پانګونه وکړي، چې په بازار کې ورته اړتيا وي يا بيخي شتون ونلري، پانګونه يې ګټوره تماميږي.

عزت الله هغه څوک دی، چې په ننګرهار ولايت کې د تېلو غټ ټانکرونه او د اوبو ذخيرې جوړوي .

نوموړی وويل، چې د دوه ټکو دسنجش پر بنسټ يې د تېلو ټانکر او داوبو د ذخيرو دجوړولو په برخه کې پانګونه کړې ده:

لومړی داچې غوښتل يې پخپله داکسب زده کړي او بل دا چې دخلکو غوښتنه او اړتيا ورته ډېره وه.

عزت الله وويل، چې نېږدې شپږ کاله مخکې يې له پاکستان نه دتېلودټانکرونو جوړوونکي راوستل.

له يوې خوا يې له هغوی نه کار او کسب زده کړ او له بله پلوه يې خپل کاروبار هم مخ ته يوړ، چې اوس يې ځانته دګټې لار موندلې ده.

کوچني پورونه اوکمپيوټر:

محمد اميني،چې د کابل په ښار کې د کمپيوټرونو لوی پلورنځی لري، له کوچنيو پورونو په ګټې اخيستنې سره يې کاروبار پيل کړی دی.

نوموړي وويل، چې د (۱۵۰) زرو افغانيو په لومړنۍ پانګه يې دکمپيوټرپلورلو يوکوچني دکان جوړ کړ.

ټانکر جوړونه
عزت الله دتېلودټا نکردماهرونو په راوستلو له يوې خوا کارزده او له بله يې خپل کارته پراختيا ورکړه.

وروسته يې کاروبارپراختيا وموندله، چې اوس يې پانګه تر (۴۰۰) زرو افغانيو پورې رسيږي.

اميني نن سبا دنړۍ له نورو هېوادونو کمپيوټرونه او نور وسايل وارد او په نورو کمپيوټر پلورونکو يې پلوري.

 له مشتريانو سره اړيکيپه خاورو کې زر
له مشتريانو سره اړيکي
بوټ ګنډونکیپه خاورو کې زر
بوټ ګنډونکی
پلاستيک جوړونهپه خاورو کې زر
پلاستيک جوړونه
دچرگانوپلورلپه خاورو کې زر
دچرگانوپلورل
 کيفيتپه خاورو کې زر
کيفيت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>