BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:58 گرينويچ 2012 ,14 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کې زر: بوټ ګنډونکی

بوټ ګنډونکی
دونواوبوټوپالل او کرل له يوې خوا سالمه بوختيا او له بلې خوادګټې لامل کيږي.
د نوي کال په پېلېدو سره يوشمېرکسان دخپل انګړ او چاپېريال دښاېست لپاره راز، راز بوټي اونيالګی کري، چې ځينو خلکو دې اړتياته په کتوسره ځانته دګټې لارموندلې ده.

سلام الدين هغه څوک دی ، چې د کابل ولايت دميربچه کوټ په ولسوالۍ کې د مېوه لرونکي نيالګيو اوګلانوقوريه جوړه کړې ده.

نوموړي دژمي په موسم کې دنيالګيو او ګلانو ساتنه او پالنه کوي اوپه پسرلي کې بازار ته دخرڅلاو لپاره راباسي.

سلام الدين وويل، چې په دې کار سره له يوې خوا په ژمې کې ورته سالمه بوختيا پيداشوه او له بله پلوه يې اقتصاد هم پياوړی شوی دی.

کوچني پورونه:

مېرمن ګلپري ، هغه څوک ده چې د خپل زوي لپاره يې، چې دبوټ ګنډلو مهارت لري، دپور ورکونې له يوه دفترنه پور اخيستی دی.

بوټ ګنډونکی
کوچني پورونه هم کولای شي داقتصادپه پياوړتياکې ځانګړی رول ولوبوي.

هغې وويل، چې په لومړي او دويم پړاوکې يې لس، لس زره افغانۍ او په درېيم پړاوکې يې (۲۰) زره افغانۍ پور تر ګوتو کړی دی.

دهغې زوی اوس په اوونۍ کې (۱۲۵) افغانۍ پور ادا او پاتې يې دکور دلګښت له پاره لګوي، چې له خپل دې کارنه خوښ دی. هغوی هوډ لري، چې په راتلونکې کې دبوټ ګنډلو دستګاه هم جوړه کړي.

پلاستيک جوړونهپه خاورو کې زر
پلاستيک جوړونه
دچرگانوپلورلپه خاورو کې زر
دچرگانوپلورل
 کيفيتپه خاورو کې زر
کيفيت
خوراکي توکيپه خاورو کې زر
خوراکي توکي
دساختماني موادو آزمايښتپه خاورو کې زر
دساختماني موادو آزمايښت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>