 | | | مجاهد صافی په کارد بااستعدادو کسانوپه ګمارلو اوس ديوه شرکت او سترې مغازې خاوند دی. |
هر کاروبار او سوداګري له کوچنيوکارونواو لږې پانګې پيل او وروسته پراختيا مومي، چې پدې کارکې استعداد اوپوهه ډېره ونډه لري. مجاهد صافي په پيل کې دکابل په ښارکې دکمپيوتريوپلورنځي اوبرېښنايي وسايلو ورکشاپ درلود. وروسته يې کاروبار پرمختګ وکړ، چې اوس ديوې لويې مغازې اوشرکت خاوند دی. نوموړي دخپل کاردپرمختګ لامل داسې وښود: "له ځان سره مې په کارکې په کارپوه او بااستعدادکسان ګمارلي وو، چې هيڅ دخپلوې اړيکې يې له ماسره نه درلودل.| نوموړي وويل، چې اوس هم داسې کسان ورسره کار کوي، چې په پښتو، دري او انګريزي ژبو خبرې کولای شي او له باندنيانوسره هيڅ راز ستونزه نلري. چرګان: يوشمېر نور کسان بيا دچرګانوکاروبار کوي، چې محصل يوله همدې راز کسانونه دی.  | | | دخلکو اقتصادته په کتوسره وطني چرګان په ښارونواو فارمي چرګان په کليوکې ښه پلورل کيږي. |
نوموړی له ښارونوڅخه فارمي چرګان کليواو له کليونه وطني هغه ښارونوته دپلورنې لپاره لېږدوي. هغه وويل، چې دکليوالو اقتصادي حالت ته په کتوفارمي چرګان په کليو او وطني هغه بيا په ښارونوکې ښه پلورل کيږي. |