 | | | نجيب الله په پيل کې کوچني او وروسته يې بياغټ ماشينونه په کار واچول. |
پانګه اچونه د نورو پيسو د لاسته راوړلو او ګټې په موخه ترسره کيږي، خو يوشمېرکسان دځينولاملونوله کبله له زيان سره مخ کيږي. حاجي عبدالحکيم د جلال آبادپه ښار کې د پلاستيک جوړولو فابريکه جوړه کړې ، چې هيڅ راز ګټه يې پکې نه ده کړې. نوموړي وويل، چې په (۱۳۸۶) کال کې يې خپله دپلاستيک جوړولو فابريکه د دولت په غوښتنه د پاکستان له هېواد نه دجلال آبادته راولېږدوله. هغه دخپلې ناکامۍ لامل په لوړو تخواوو دباندنيوکارکوونکو په کار ګمارل اوله ډېزلي برېښنا نه کار اخيستل وګڼل، چې وروسته ترشپږومياشتويې کاربند کړ. ددې ترڅنګ بيانجيب الله هغه څوک دی، چې دکابل په ښارکې همدا رازفابريکه لري او خپل ځان پدې کار کې بريالی ګڼي.  | | | پانګه اچونه د ګټې په موخه ترسره کيږي، خو يوشمېرکسان پکې له زيان سره مخ کيږي. |
هغه دخپل بري په اړه داسې وويل: "په پيل کې دبرېښنا دکمښت دستونزې له کبله مې کوچني ماشينونه راوړل. هرڅومره ،چې دا ستونزه کمېده ورسره سم مې ماشينونه هم ډېر کړل، چې دښه سنجش او آسانتياوو په پام کې لرلو سره اوس په خپل کاروبار کې بريالی يم." |