BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:50 گرينويچ 2012 ,19 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کې زر: له مشتريانو سره اړيکي

 له مشتريانو سره اړيکي
يوشمېرکسانو دپورله پيسونه په کاراخيستنې دګټې لار موندلې اوخپله پانګه يې ډېره کړېده.
هر پلورونکی او سوداګر هڅه کوي، چې مشتريان يې زيات او جنس يې ښه پلورل شي، څو پدې توګه يې ګټه هم ډېره شي.

ضمير ګل دکابل دښار هغه دکاندار، چې ترنورو دکاندارانو يې مشتريان ډېر او سودا يې هم ښه پلورل کيږي.

نوموړي ددې کار لامل له مشتريانوسره نېک سلوک او دهغوی دخوښې وړ توکي راوړل وګڼل.

ددې ترڅنګ هغه دې ټکي ته هم پام کړی، چې کوم شيان يې په تېره اوونۍ کې ډېر پلورل شوي، چې په نوې اوونۍ کې هم ورته پاملرنه وکړي.

کرېډت کارټونه:

حميد بيا د کابل په منډوي سيمه کې د (۴) مليونو افغانيو په پانګه د ګرځنده ټلېفونونو دکرېډېټ کارتونو نماينده ګي جوړه کړېده .

نوموړي وويل، چې په پيل کې يې يونيم مليون افغانۍ له يوه پور ورکوونکي دفتر نه اخيستي او دوه نيم مليونه افغانۍ يې خپلې درلودلې.

 له مشتريانو سره اړيکي
دکوچني پور له برکت نه دحميددکورنۍ پنځه تنه غړي اوس ورسره په کار بوخت دي.

حميد وويل، چې دهمدې پور له برکته يې اوس دکورنۍ پنځه تنه غړي په کاروبار کې ورسره بوخت دي.

هغه کريډت کارتونه له بېلابېلو کمپنيو په عمده ډول پېري او وروسته يې بيا په عمده او پرچون ډول پلوري او پدې توګه يې دګټې لارموندلې ده.

بوټ ګنډونکیپه خاورو کې زر
بوټ ګنډونکی
پلاستيک جوړونهپه خاورو کې زر
پلاستيک جوړونه
دچرگانوپلورلپه خاورو کې زر
دچرگانوپلورل
 کيفيتپه خاورو کې زر
کيفيت
خوراکي توکيپه خاورو کې زر
خوراکي توکي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>