BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:18 گرينويچ 2012 ,28 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاوروکې زر: د لوښو پلورل

د لوښو پلورل
په شا اونوور واسطودلوښولېږد اوپلور اوس دافغانستان ښارونوته مخه کړېده.
له پخوا پخوا وختونو راپدېخوا د افغانستان په کليوالو سيموکې يوشمېرکسانو پرشا، اوښانو، آسونو اويابوګانو راز، راز شيان دپلورنې لپاره کليوته وړل، چې اوس دې دود ښارونوته هم لار موندلې ده.

فريدالله د کابل ولايت د خيرآباد ولسوالۍ اوسېدونکی له اوږدې مودې راپدېخوا کوڅه په کوڅه ګرځي او المونيمي لوښي پلوري.

نوموړي پخوا داکار په شا ترسره کاوه خو اوس يې دموټر سايکل په مرسته سرته رسوي.

فريدالله وويل، چې له يوې موسسې يې يوڅه اندازه پيسې پورکړې او درې ټايره موټر سايکل دخپل کار لپاره پرې واخيست.

اوس يې کاروبار ترپخواډېر ښه شوی، چې هم خپله کورنۍ پرې اعاشه اواباته کوي او هم دموسسې پور ادا کولای شي.

دکار تنظيم:

عزت الله هغه څوک دی، چې دجلال آباد په ښار کې هوټل لري او مشتريان يې ترنورو هوټلونو ډېر دي.

دکارونو تنظيم
دهوټل شاګردانوته دهغوی له توان سره سم کار سپارل دکاردښه تنظيم نښه ده.

نوموړي دخپل بري راز دکار په تنظيم کې وګاڼه. هغه وويل، هر سهار دهوټل کارونه شاګردانوته دهغوی توان ته په کتوتنظيم او وخت پروخت يې څارنه هم کوي.

ددې ترڅنګ هوټل ته دراغليو مېلمنو پالنه پخپله هم کوي، چې دمېلمنوداړتيا وړ توکي ورته پوره رسيږي که نه.

 له مشتريانو سره اړيکيپه خاورو کې زر
له مشتريانو سره اړيکي
بوټ ګنډونکیپه خاورو کې زر
بوټ ګنډونکی
پلاستيک جوړونهپه خاورو کې زر
پلاستيک جوړونه
دچرگانوپلورلپه خاورو کې زر
دچرگانوپلورل
 کيفيتپه خاورو کې زر
کيفيت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>