 | | | بزګران کولای شي په داوطلبانه توګه په کرنيزکوپراتيف کې غړيتوب ترلاس کړي. |
د افغانستان دکرنې او مالدارۍ وزارت په وينا دمګړۍ پدې هېواد کې دکرنيزو کوپرا تيفونو شمېره له(٢٠٠٠ ) څخه زياته ده، چې نه نږدې (٣٠٠) زره کورنۍ ترې ګټه اخلي او پدې برخه کې دفعاليت دجواز ورکولو لړۍ روانه ده. دکرنيزوکوپراتيفونو د جواز د څانګی مشر عبدالرزاق مجددي په وينا په افغا نستان کې ددې کوپراتيفونو د جوړېدو لړۍ په (١٣٤٨) کال کې پيل شوېده. دې کوپراتيفونودخپلې جوړېدا له پيل نه د کرنې او مالدارۍ د وزارت تر څارنی لاندې په رسمي توګه په فعاليت پيل کړيدی. هرڅوک کولای شي، چې دبزګرانوسره دکرنيزوسامان آلاتواو اصلاح شوو تخمونو دمر ستې په موخه کرنيز کوپراتيف جوړ او بزګران پکې شامل شي. دکرنيزکوپراتيف د جوړېدو دشرايطو په اړه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د رياست د کوپراتيفونو د رياست مشر محمد عثمان عطايي وويل:  |  په افغانستان کې څه لپاسه( 2000) کرنيزکوپراتيفونه جوړ شويدي.  |
"دکرنيز کوپراتيف د جوړولو پرمهال بايد(١١) تنه موجود وي او د کوپراتيف فعاليتونه د همدې کوپراتيف د مديره هيات لخوا څارل کيږي. " د کرنيز کوپراتيف مديره هيات د کوپراتيف له مينځه ټاکل کيږي اوداهيات هڅه کوي چې دکرنې په برخه کې د بزګرانو د اړتياوو د پوره کولو په خاطر له شرکتونو سره پروتوکولونه لاسليک کړي. |