 | | | راستنېدونکوته لومړی موقتي سند او (٥) کاله وروسته د ځمکې دملکيت دايمي سند ورکوي. |
د افغانستان اسلامي دولت د ولسمشر د (١٠٤) نمبر فرمان له مخې له (١٣٨٤)کال راپدېخوا له مهاجرته په بېرته راستنو شويو او دهېواد دننه په بېځايه شويو باندې د ځمکو د وېش لړۍ پيل شوېده . تر دې دمه په کابل کې په (١٢٠) زرو بې ځايه شويو او له بهرنه راستنوشويو کورنيو باندې دځمکې نمرې وېشل شوې دي. داچې د ځمکې نمرې کوموکسانوته په کوموشرايطو وېشل کيږي،د افغانستان د مهاجر ينو وزارت داسکان رييس معروفي عمر کليم الله وويل: "د ځمکې مستحق هغه کسان دي چې د تابعيت تذکره او د مهاجرت يا بېځايه کېدو سند ولري. ددې ترڅنګ دا کسان بايد پخپل نوم يا د مېرمنې او کوم کوچني ماشوم په نوم دخپلې اوسېدونې په اصلي ټاټوبي کې داوسېدو ځای ونلري. " د ولسمشر د فرمان له مخې معلولينو، معيوبينواو کونډو ته دځمکې په وېش کې لومړ يتوب ورکول کيږي . هغه کورنۍ چې دا رازځمکې تر لاسه کوي ، لومړی ورته موقتي سند او (٥) کاله وروسته د ځمکې دملکيت دايمي سندوېشل کيږي.  | | | معلولينو، معيوبينواو کونډو ته دځمکې په وېش کې دلومړ يتوب حق ورکول کيږي . |
خو راستانه څرنګه کولای شي ځمکه ترلاسه کړي؟ د کابل ولايت د مهاجرينو د رياست دمشر سخي الله خالد په وينا راستانه شوي بايد لومړی دمهاجرينو چارو وزارت ته عريضه ورکړي. دقانوني پړاوونو تر تېرولو او ارزونې وروسته مستحق کس ته دځمکې نمره سپار ل کيږي. ديادونې وړده ، چې دځمکې د وېش په برخه کې د افغانستان له دولت سره UNHCR او NRC موسسې هم مرسته کوي . |