 | | | د رای ورکولو هر مرکز له (٢-١٢) د رای ورکولو محلونه لري اوپه هر مرکز کې څلور تنه کار کوي . |
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون په پام کې لري چې د افغانستان په ټولو امن سيموکې د رای ورکولو مرکزونه پرانيزي . د رای ورکولو مرکز هغه ځای ته ويل کيږي چې خلک درای ورکولوپه موخه ورځي، چې هرمرکز څو محلونه لري. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور په ويناپدې مرکزونوکې د نارينه وو لپاره بېل، د ښځو لپاره بېل او د کوچيانو لپاره بېل ځايونه په پام کې نيول شوي دي. په هر ځای کې چې دخلکو ګڼه ګوڼه زياته وي او خلک له ستونزوسره نه مخ کيږي ، د هلته د رای ورکولو مرکزونه پرانيستل کيږي . د رای ورکولو هر مرکز له (٢-١٢) د رای ورکولو محلونه لري او د رای ورکولو په يو مرکز کې څلور تنه کار کوي . هر مرکز يو مسوول شخص لري او نور کارکوونکي عبارت دي له :  | | | په هر ځای کې چې دخلکو ګڼه ګوڼه زياته وي، هلته د رای ورکولو مرکزونه پرانيستل کيږي . |
د محل مسوول ، د رای ورکوونکي د هويت تثبيت کوونکی او د رنګ تطبيقوونکی ، د رای پاڼې ورکوونکی او د صندوق څارونکي څخه. د رای ورکولو په مرکز کې لومړی د رای ورکوونکي هويت تثبيتيږي ، کارټ يې سوری کيږي دګوتې تررنګولووروسته پاڼه ورکول کيږي او نوماند په کی په نښه کوي چې بياهمدا پاڼه په صندوق کې اچوي. |