 | | | هغه كسان چې د خلكو ژوند ته مثبت بدلون وركولی شي ، ټول په حكومتدارۍ كې ونډه لري. |
حكومت د حكم كولو په مانا دی او هم هغو ادارو او وزارتونوته وايي چې احكام اجرا او حكومتي كارونه پر مخ بيايې. محمد عالم عزيزي، د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې د انتقالي عدالت مرستيال وويل : "حکومت دنده لري چې اساسي قانون پلی، امنيت تامين ، له بېلابېلو سرچينو ماليې راټولې، روغتيايي او ټولنيز خدمات وړاندې کړي." حكومت د دولت يوه برخه ده، مدني ټولنه يا هغه كسان چې وكولى شي د خلكو ژوند ته مثبت بدلون وركړي ، ټول په حكومتدارۍ كې ونډه لري. حامد الهام فراهي، د فراه يو تن اوسېدونکي حکومت داري د ديموکراسۍ يوه بېلګه وګڼله . په ښه حکومتدارۍ کې دولت خلکو ته غوره روغتيايي او اقتصادي خدمتونه وړاندې کوي.  | | | په ښه حکومتدارۍ کې دولت خلکو ته غوره روغتيايي او اقتصادي خدمتو نه وړاندې کوي. |
ښه حكومتداري هغه وخت رامنځته كېدای شي، چې دولت، حكومت، خلك، مدني ټولنه او نورې ادارې په ډله ييزه توګه كار وكړي. همدارازحكومتداري دغوره خدمتو وړاندې كولو، په حكومت كې د خلكو ګډون او دهېواد د سرنوشت په ټاكلو كې هغوى ته دحق وركولو ته ويل كيږي . |