 | | | هرهغه کس چې نوې داتلس کلنۍ عمر ته رسېدلی وي،کولای دټاکنولپاره نوم ليکنه وکړي. |
دافغانستان د اساسي قانون د 33 مادې پر بنسټ د افغانستان اتباع د رايې ورکولو او کاندېدو حق لري . رايه ورکوونکی بايد د رايه ورکولو وړاندې نوم ليکنه وکړي او کارټ واخلي . د ټاکنو په کارټ کې د کارټ اخيستونکي هويت تثبتيږي ، چې وروسته دټاکنو په ورځ کولی شي دهمدې کارت له مخې خپله رايه وکاروي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون د ١٣٨٩ کال د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د جوزا له (٢٢مې) نېټې راپدېخوا د نوم ليکنې پړاو پيل کړی دی. د هرات د ټاکنو د خپلواک کميسون د ولايتي دفتر مسوول اول الرحمن رودوال وويل چې يوازې دټاکنودکارت درلودونکي کولای شي خپله رايه وکاروي. په هر ولايت کې د وګړو شمېرته په پاملرنې سره د نوم ليکنې لپاره له يوه څخه تر پنځو مرکزونو پورې جوړ شوي دي.  | | | د اساسي قانون د 33 مادې پر بنسټ د افغانستان اتباع د رايې ورکولو او کانديد کېدو حق لري . |
په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر رييس ضيا احمد ضيا وويل: "هغه کسان چې نوي اتلس کلنۍ ته رسېدلي وي او هغه کسان چې له يوه ولايت څخه بل ولايت ته تللي وي کولی شي د ټاکنو کارټ واخلي." د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه د رسنيو، نړيوالو سازمانونواود افغانستان د بشر دحقونو دخپلواک کميسون لخوا څارل کيږي. |