BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:56 گرينويچ 2010 ,21 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د مارکيټونود تنظيم رياست

د مارکيټونود تنظيم رياست
د مارکيټونود تنظيم رياست ټولوهټيوالوته دکار اوفعاليت جواز ورکوي.
د افغانستان د ښاروالۍ په رياست کې پخوا د کنټرول، تفتيش او قيام په نوم يو رياست موجود و چې د ا جناسو دکيفيت څارنه اودنرخونو کنټرول او تفتيش وکړي خو د آزاد بازار په راتلوسره ياد رياست له منځه ولاړ او ځای يې دمارکېټونودتنظيم رياست ونيو.

دا رياست په ځينوحالاتو کې د کنټرول او تفتيش دندې هم په غاړه اخلي او کله ناکله دتنظيف له رياست سره ځينې کارونه په همغږۍ ترسره کوي .

د کابل د ښاروالي د مارکيټونو د تنظيم رياست د ښاري سوداګري مدير عبدالرحيم ناصري وويل:

" ټول هغه ښاريان چې پلې لارې بندوي يا د دکان ، هوټل ، نانوايې او قصابيانو پاکوالي ته پاملرنه نه کوي ، دتخلف په صورت کې يې جريمه کوو."

د مارکيټونو د تنظيم رياست اساسي دنده په ښار کې دپليولارور تخليه اود خوراکي توکو د کيفيت څارنه ده.

دمارکيتونودتنظيم رياست
دمارکيتونودتنظيم رياست په ځينوحالاتو کې د کنټرول او تفتيش دندې هم په غاړه اخلي

که چېرې څوک په ښار کې د قصابۍ ، نانوايي، هوټل يا حمام او دې ورته دنورو دکانونوجوړول غواړي، د مارکيټونو د تنظيم له رياست څخه د فعاليت جواز اخلي.

د مارکيټونو د تنظيم رياست اداري ، کنټرول ، ښاري سوداګرۍ ، د جرايمو د تثبيت او د اصنافو مديريتونه لري چې هريويې بېلابېلې دندې پر مخ بيايي.

د لوړو زده کړو خصوصي موسسېد ولس خبرې
د لوړو زده کړو خصوصي موسسې
غير قانوني مهاجرتونهد ولس خبرې
غير قانوني مهاجرتونه
دپيسونړيوال صندقد ولس خبرې
د پيسو نړيوال صندق
 د سفري خدمتونو شرکتونهد ولس خبرې
د سفري خدمتونو شرکتونه
پوځي محکمهد ولس خبرې
پوځي محکمه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>