BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:22 گرينويچ 2010 ,30 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې:د پيسو نړيوال صندق

دپيسونړيوال صندق
دپيسودنړيوال صندق برخه وال کولای شي داړتياپرمهال له دې صندق نه پيسې ترلاسه کړي.
له نن نه (٦٦) کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو د همشای په ايالت کې د بريټون ووډز په کانفرنس کې د (٤٤) هېوادونو استازو دپيسود نړيوال صندق په رامنځته کېدو خبرې وکړې .

په پای کې يې په (١٩٤٥) کال کې دپيسودنړيوال صندق ډبره کېښوده چې مرکز يې د امريکادمتحده الاتو دواشنګتن په ښار کې دی.

دا چې ددې مرکز درامنځته کولو موخه څه وه ، بريالی حکيمي، د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاذ وويل:

د تبادلې دنرخونو تثبيت ، په نړيواله سوداګرۍ کې وده او پراختيا او د پولي او مالي مسايلو په اړوندد همکارۍ زياتوالی ددې مرکزدپرانيستلوموخې وې.

دم ګړۍ د نړۍ (١٨٦) هېوادونه د پيسو د نړيوال صندوق غړيتوب لري او افغانستان هم (٥٥) کاله مخکې ددې صندوق غړيتوب ترلاسه کړ .

غړي هېوادونه د پيسو نړيوال صندوق ته ټاکلې اندازه پيسې ورکوي او هرهېواد داړتياپرمهال له دې پيسوګټه اخيستلی شي.

دپيسونړيوال صندق
په (١٩٤٥) کال کې دامريکاپه متحده ايالاتوکې دپيسودنړيوال صندق ډبره کېښودل شوه.

دافغانستان دخلکوپه ورځني ژوندکې هم دې صندق ته ورته مثالونه شته. احسان افغان، دپکتيا يو اوسېدونکي وويل:

په کليو کې کورنۍ ټاکلې اندازه پيسې اچوي او بيا ترې په مړي ژوندي کې ګټه اخلي ،چې دا د پيسود نړيوال صندق سره ډېر نږديوالی لري.

 د سفري خدمتونو شرکتونهد ولس خبرې
د سفري خدمتونو شرکتونه
پوځي محکمهد ولس خبرې
پوځي محکمه
دثانوي تدريساتو رياستد ولس خبرې
د ثانوي تدريساتو رياست
 د متشبثو ښځو کمېټهد ولس خبرې
د متشبثو ښځو کمېټه
په ملګروملتونوکې ديوه هېواددايمي استازید ولس خبرې
په ملګرو ملتونو کې دايمي استازی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>