BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:59 گرينويچ 2010 ,10 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د ثانوي تدريساتو رياست

دثانوي تدريساتورياست
د ثانوي تدريساتو رياست يودڅارنې مديريت هم لري چې دولايتونود پوهنې رياستونه څاري .
د افغانستان د پوهنې وزارت (٦)معينيتونه لري ، چې يو يې هم د تدريساتو معينيت دی . پدې معينيت کې د ثانوي تدريساتو رياست هم شامل دی چې پخوا د عموميه رياست او بيا د مکتبين په نومونو يادېده .

له (١٣٨٤ ) کال نه راپدېخوا دافغانستان تدريسات له عمومي پلوه په دوو برخو ويشل شوي: اساسي او ثانوي تدريسات .

د اساسي تدريساتو رياست د لومړي ټولګي څخه تر نهم او د ثانوي تدريساتو رياست له لسم ټولګي نه تر دولسم پورې د زده کوونکو چارې پر مخ بيايي .

په افغانستان کې دننه او بهر د ټولو راجستر شويو لېسو فارغان او له لسم څخه تر دولسم ټولګي د ټولو زده کوونکونمرې په دې رياست کې ثبت کيږي .

علي مرجان دافغانستان د پوهنې وزارت د ثانوي تدريساتو رياست د نظارت څانګې يو غړی ددې رياست ددندوپه اړه داسې وويل :

"دا رياست په هېوادکې دننه اوبهردراجسترشويو لېسو فارغينو ته بري ليکونه تياراود کانکور لپاره يې د لوړو زده کړو وزارت ته وروپېژني.

دثانوي تدريساتو رياست
دثانوي تدريساتورياست پخوا د عموميه رياست اوبيادمکتبين په نومونويادېده.

همدا راز دا رياست بهرنيو هېوادونوته دتحصيلي بورسونو لپاره هم دزده کوونکو نمرې او شهادتنامې ترتيبوي."

د ثانوي تدريساتو رياست يودڅارنې مديريت هم لري چې دافغانستان د ټولو ولايتونود پوهنې له رياستونو څارنه کوي .

 د متشبثو ښځو کمېټهد ولس خبرې
د متشبثو ښځو کمېټه
په ملګروملتونوکې ديوه هېواددايمي استازید ولس خبرې
په ملګرو ملتونو کې دايمي استازی
دکارنړيوال سازماند ولس خبرې
د کار نړيوال سازمان
دسولې مشورتي جرګهد ولس خبرې
د سولې مشورتي جرګه
 پانګونهد ولس خبرې
پانګونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>