 | | | د محصلينو اتحاديه د پوهنتون درياست تر څارنې لاندې فعاليت کوي . |
د نړۍ په ډېری هېوادونو کې بېلابېلې اتحاديې جوړيږي چې ددولت او چارواکوسره په مختلفو برخو کې همکاري کوي چې يوه يې هم دمحصلينواتحاديه ده. په افغانستان کې د محصلينو اتحاديه د لومړي ځل لپاره په (١٣٢٨)کال کې محمد حيدر ژوبل او پژواک جوړه کړه . د کابل د طبي پوهنتون رييس وايي چې ، د محصلينو اتحاديې د د زده کړې ترڅنګ په اقتصادي، ټولنيز، کلتوري او تفريحي برخو کې فعاليت کوي . اوسمهال په کابل کې يوشمېر پوهنتونونه د محصلينو اتحاديې لري او نور ولايتونه هم په پام کې لري چې دا ډول اتحاديې جوړې کړي .  | | | په افغانستان کې د محصلينو اتحاديه د لومړي ځل لپاره په (١٣٢٨)کال کې جوړه شوه. |
د کابل د طبي پوهنتون يو تن محصل او د محصلينو د اتحاديې غړی فريد الله وزيري وويل : د محصلينو اتحاديه د پوهنتون د رياست تر څارنې لاندې فعاليت کوي او د خپلو فعاليتونو راپور د اتحاديې مسوولينو او د پوهنتون رياست ته ورکوي . |