 | | | د کارکوونکو ملي ټولنه دافغانستان په (٢٢) ولايتونو کې فعاليت کوي. |
په نړۍ کې د کارګرانو د ټولنې بنسټ د لومړۍ نړيوالې جګرې وروسته کېښودل شو او په افغانستان کې يې (٤٤) کاله مخکې په فعاليت پيل وکړ. په افغانستان کې دکارکوونکو ټولنه لومړی د ډرېورانو او کلينرانو څخه جوړه شوه وروسته د کارکوونکو ملي ټولنه رامنځته شوه . احمد خان رهين، د کارکوونکو د ملي ټولنې مرستيال وويل چې داټولنه پخوادصنفي اتحاديې په نوم يادېده چې دکارګرانولپاره يې کار کاوه. دې صنفې اتحاديې وروسته پراختيا وموندله او په (١٣٦٩)کال کې دکارکوونکو ملي ټولنه رامنځته شوه. دکارکوونکو ملي ټولنه ديوې ادارې سره ترموافقې وروسته په هماغه اداره کې يوه څانګه پرانيزي او يو رييس ورته ټاکي . ټول هغه کارکوونکي چې په دولتي يا خصوصي ادارو او فابريکو کې دنده ولري ، دا ټولنه له اړوندې ادارې سره دهغوی ستونزې هواروي.  | | | په افغانستان کې دکارکوونکو ټولنه لومړی د ډرېورانو او کلينرانو څخه جوړه شوه. |
د کارکوونکو ملي ټولنه دم ګړۍ دافغانستان په (٢٢) ولايتونو کې فعاليت کوي او نېږدې (١٩٠) زره تنه غړي لري او خپله بوديجه د حق العضويت له لارې ترلاسه کوي . دا ټولنه په هرو پنځوکلونو کې يوه عمومي غونډه لري چې پدې غونډه کې د ټولنې رييس او ددارالانشا غړي د ټاکنو له لارې انتخابيږي. |