BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:47 گرينويچ 2010 ,23 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د تذکرې اخيستلو پړاوونه

د تذکرې اخيستلو پړاوونه
تر (١٨) کلنۍ هاخوا دانسان په څېره کې بدلون راځي، تصويراوتذکره بايد نوي شي.
تذکره د يوه شخص هويت تثبيتوي او دهمدې په واسطه د هر هېواد وګري له نورو توپيرکيږي. ددې ترڅنګ په ورځني ژوند کې هم له تذکرې نه په بېلابېلوبرخو کې کار اخيستل کيږي.

محمد رفيع د کابل د بګراميو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي د تذکرې دنه درلودلوله امله په پوهنتون کې دآزموېنې له ورکولويو کال بې برخې شوی و.

هر افغان د تذکرې داخيستلو پرمهال د کلي د ملک،دګذروکيل يا ددوو تنو مامورينو تر تصديق وروسته کولی شي د افغانستان د تابعيت تذکره واخلي.

فضل ربي عمري د کابل د بګراميو يوبل اوسېدونکي د تذکرې داخيستلو پړاوونه داسې بيان کړل:

لومړی مې د ولسوالۍ مقام ته عريضه وليکله ، بيا د احصايې ته راجع کړم . د کلي دملک تر تصديق وروسته مې ولسوال عمر وټاکه او تذکره يې راکړه .

هرهغه څوک چې غواړي تذکره واخلي ، بايد د نفوسو د احوالو دثبتولو رياست يا مديريت ته پخپله ولاړ شي .

مير عبدالرحمن معقول د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبتولو لوی رييس وويل چې خپلوان کولاي شي تر شپږ کلنوماشومانولپاره تذکرې واخلي.

تذکره
تذکره د يوه شخص هويت تثبيتوي او دهمدې په واسطه د هر هېواد وګري له نورو توپيرکيږي.

دماشوم خپلوان د ماشوم عمر پخپله ټاکي او تصويرته يې اړتيا نشته، خو کله چې يې عمر له (٦) کالونو واوښت، لازمه ده چې په تذکره کې يې تصويرهم ونښلول شي.

تر (١٨) کلنۍ هاخوا ددې لپاره چې دانسان په څېره کې بدلون راځي، تصويراوتذکره بايد نوي شي.

حکومتداريد ولس خبرې
حکومتداري
 د ټاکنو د شکاياتو کمېسيوند ولس خبرې
د ټاکنو د شکاياتو کمېسيون
د کارکوونکو ملي اتحاديهد ولس خبرې
د کارکوونکو ملي اتحاديه
دټاکنولپاره نوم ليکنهد ولس خبرې
د ټاکنو لپاره نوم ليکنه
دښځوپه وړاندې د تاوترېخوالي د منع کېدو قانوند ولس خبرې
د تاوترېخوالي د منع کېدو قانون
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>