د ټاکنو د قانون د ( ٨٣مې) مادې پر بنسټ د ولسي جرګې غړي د آزادو ، پټو ، عمومي او مستقيمو رايو له لارې ټاکل کيږي. په ولسي جرګه کې د کابل ولايت د خلکو استازي کبير رنجبر د ولسي جرګې د غړو کاري دوره څلور يا پنځه کاله وبلله. د کابل د قره باغ ولسوالۍ د کوچکين د کلي اوسېدونکې فيروزې په پارلمان کې د يو وکيل دنده د حکومت له کارونونه څارنه او نظارت وګاڼه . د قوانينو تصويبول، دوزيرانو تاييديا ردول، هغوی استيضاح کول او د دولت لپاره کلنۍ بوديجه تصويبول دوکيلانودندې دي. په پارلمان کې د يوه وکيل ټولې دندې د هېواد په اساسي قانون کې ټاکل شوي دي. د ولسي جرګې غړي دخلکودستونزودراټولواوپارلمان ته دهغوې دوړاندې کولولپاره هر کال څلور نيمې مياشتې وروسته يو ځل خپل ولايت ته سفر کوي.  | | | د قوانينو تصويب، دوزيرانو تاييديا رد اوهغوی استيضاح هم دوکيلانوله دندو څخه دي. |
ضياالدين د کابل ولايت د چهار آسياب اوسېدونکی دکلي دملک دنده دپارلمان دوکيل دندی ته ورته وبلله. دملک اودپارلمان دوکيل ددندوتوپيرپدې کې دی چې ملک دکلي ستو نزې هواروي اوپارلمان دهېواددستونزودحل لپاره کارکوي. |