 | | | دسوداګرۍ د جواز موده يو کال ده، چې تر ټاکلې مودې وروسته جواز تمديديږي. |
سوداګري د يوه هېواد د پرمختيا له مهمولاملونوڅخه شمېرل کيږي. هرهغه څوک، چې وغواړي سوداګري وکړي، لومړی ښايي، چې دسوداګرۍ جواز ترلاسه کړي. داچې دسوداګرۍ د جواز دترلاسه کولو لپاره کوم شرايط ټاکل شوي، په اړه يې د سودا ګرۍ دجواز دوېش دڅانګې مشر، امين الله تره خېل وويل: "پخوا به د جواز اخيستلو لپاره ډېرمالي تضمين او (٥٠) لاسليکونوته اړتياوه چې اوس دا لاسليکونه څلورو ياپنځوته راټيټ شويدي. تر دې وړاندې به د (٢٠) ادارو لخوا دسوداګرۍ (٤٥) ډوله جواز ورکول کېده ، خو اوس يوازې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت جواز وېشي.  | | | هرهغه څوک، چې وغواړي سوداګري وکړي، لومړی بايد دسوداګرۍ جواز تر لاسه کړي. |
هغه څوک، چې د افغانستان تابعيت ولري، (٥٠) زره افغانۍ تضمين ورکړل شي، په جرم تورن نه وي، کولی شي دسوداګرۍ جواز ترلاسه کړي." دسوداګرۍ د جواز موده يو کال ده، سوداګر اړ دی چې د ټاکلې مودې تر پای ته رسېدو وروسته خپل جواز تمديد کړي. |