 | | | رايوشمېرنه تررای ورکولو وروسته سمدلاسه د رای ورکولو په ځای کې پيليږي. |
د رايو شمېرنه او د نتايجو اعلان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لخوا په ټاکل شويو طرز العملونو ترسره کيږي. د ټاکنو په اړه د شکايتونو د کمېسيون غړي، د سياسي ګوندونو او نوماندانو استازي، ملي او نړيوال څارونکی کولی شي د رايو د شمېرلو بهير له نږدې وڅاري . د ټاکنو د (٥٦مې) مادې پر بنسټ ،د رايوشمېرنه تررای ورکولو وروسته سمدلاسه د راي ورکولو په ځای کې پيليږي . سلطانه لودين، د رايې ورکولو د يوه مرکز مسوولې وويل، چې د رايو شمېرنه درې پړاو ونه لري :د تطبيق، دسته بندۍ اود نوماندد رايود شمېرنې پړاو . په مرکزکې درايوتر شمېرلووروسته د رايو پاېلې په څلورو پاڼو کې ثبتيږي، چې: يوه يې د رايې ورکولو په مرکز کې ځړيږي. دويمه پاڼه د نوماند استازي ته ورکول کيږي اودرېيمه يې په ولايت کې د ټاکنو مرکز ته ليږل کيږي.  | | | د رايو شمېرنه درې پړاوونه لري:د تطبيق، دسته بندۍ اود نوماندد رايود شمېرنې پړاو. |
ووروستۍ کاپي يې دسندپه توګه په صندق کې اچول کيږي. د ټاکنو پاېلې په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته لېږدول کيږي او هلته په کمپيوټر کې خوندي کيږي . دنور محمد نور، د ټاکنو د خپلواک کميسون دوياندپه ويناد کابل مرکزي دفتر ته دټاکنودټولوپايلوتر رسېدلو اودشکايتونوتر ارزونې وروسته دټاکنو وروستۍ پاېلې اعلانيږي. |