 | | | د درملتون موظف کس دنده لري،چې ناروغ ته د ډاکتر د نسخې سره سم درمل ورکړي . |
په افغانستان کې د درملواو طبي لوازمو او تجهيزاتو دغوره کولو، توريد، توليد، وېش او زېرمه کولو او له هغو څخه د مناسبې ګټې اخيستنې په منظور د درملو قانون رامنځته شو. د درملو قانون د اساسي قانون د حکم له مخې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ګډ هيات لخوا د 1387 کال د اسد د مياشتې په (19) نېټه تصويب شو. دا قانون (8) فصلونه او (53) مادې لري. داچې پدې قانون کې کوم مهم ټکي تر سترګو کيږي، په اړه يې قانونپوه عبدالبصير حقيار وويل : "په دې قانون کې له بل هېواد نه د درملو د راوړلو ، د درملتونونو جوړولو ، د درملو د توليد او پدې اړوند په ټولو چارو خبرې شوې دي . د درملو د قانون د( ١٠مې) مادې پر بنسټ د درملتون د فعاليت جواز د فارمسي د ادارې لخوا صادريږي او هيڅوک پخپل سردرملتون نشي جوړولای." د درملو په قانون کې د ډاکترانو په اړه هم ځينې احکام ښودل شوي دي. ډاکتر ته ښايي چې د معاينه خانې د پرانيستلو لپاره جواز واخلي . ناروغ ته بايد نسخه په روښانه توګه وليکل شي. د ناروغ نوم، عمر، د نسخې ليکلو نېټه او د دوا دکارولولارې چارې بايد پکې روښانه وي.  | | | د درملتون د فعاليت جواز د فارمسي د ادارې لخوا صادريږي. |
ددې قانون د(٢٢مې) مادې له مخې ، د درملتون موظف کس دنده لري،چې ناروغ ته د ډاکتر د نسخې سره سم درمل ورکړي او دخوړولو طريقه يې وروښايې . ددې قانون يو فصل د جزايي حکمونو په اړه دی، که څوک ددې قانون له موادو سرغړونه وکړي ، په دې فصل کې ورته جزاوې ټاکل شوې دي . |