 | | | فيفا يو ناظر سازمان دی، چې د ټاکنو له بهيرنه څارنه کوي. |
د افغانستان د اساسي قانون د (٣٥مې) مادې پر بنسټ دافغانستان وګړي حق لري، چې خپلو مادي او معنوي موخو ته درسېدو په موخه ټولنې جوړې کړي. يوه له دې راز ټولنوڅخه فيفا( دافغانستان دآزادو او عادلانه ټاکنواداره) ده. فيفا يو غيرانتفاعي سازمان دی، چې په (١٣٨٣) کال کې رامنځته شو. جانداد سپين غر د فيفا اجراييوي مشر ددې سازمان درامنځته کېدو موخه ددموکراسۍ او په افغانستان کې دښې حکومتدارۍ رامنځته کول وګڼل. فيفا يو ناظر سازمان دی، چې د ټاکنو له بهيرنه څارنه کوي ، چې بياد خپلو فعاليتونو رپوټ خلکو اواړوندو ادارو ته سپاري .  | | | فيفا په (٢٠٠٨)کال کې د آزادو ټاکنو لپاره د اسيايي شبکې غړيتوب هم ترلاسه کړ. |
د فيفا مرکزي دفتر په کابل کې دی اوپه ولايتونو کې يې هم څانګې شتون لري. کله چې ټاکنې نه وي داسازمان نورومدني ټولنو او قانون جوړوونکوادارو سره همکاري کوي. فيفا په (٢٠٠٨)کال کې د آزادو ټاکنو لپاره د اسيايي شبکې غړيتوب ترلاسه او تردې دمه په اسيايي هېوادونو کې د ناظر په توګه ګډون کوي . |