 | | | هيڅوک نشي کولای دافغانستان بانک له اجازې پرته بانک رامنځته کړي. |
د پانګې اچونې لپاره دپانګوالود راجلبولو په موخه د بانکدارۍ قانون په (٤) فصلونو او (١٠١) مادو کې ترتيب او اوس مهال د تطبيق وړ دی . دافغانستان د بانکدارۍ سيستم د تېرو درې لسيزو په جګړوکې يو څه زيانمن شوی و ، خو ددې قانون په رامنځته کېدو سره څه نا څه فعال شو. د بانکدارۍ د قانون د لومړي فصل د دويمې مادې پر بنسټ ، هيڅوک نه شي کولی چې د افغانستان بانک له اجازې پرته بانک جوړ کړي. همدا راز هيڅوک حق نلري، چې د بانک د جوړولو په نوم له خلکو پيسې واخلي. دافغا نستان بانک وياند ايمل عاشورددې قانون دموخوپه اړه وويل: "د بانکي قوانينو د منسجمولو او په پرمختلليو هېوادونو کې د بانکدارۍ نظام د پلي کولو په خاطر د بانکدراۍ قانون رامنځته شوی دی."
 | | | هغه کسان بانک جوړولی شي، چې کم له کمه (٢٥٠ ) مىليو نه افغانۍ پانګه ولري. |
دبانکدارۍ د قانون له مخې ، هغه کسان بانک جوړولی شي، چې کم له کمه (٢٥٠) ميليونه افغانۍ پانګه ولري. |