BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:32 گرينويچ 2008 ,04 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: ملاريا

ملاريا
د نښو نښانوله مخې د ملاريا څلور واړه ډولونه يو بل ته ډېر ورته والی لري .
د ملاريا او لشمانيا د ملي پروګرام د کنټرول رئيس ډاکټر نجيب الله صافي وويل:

״ په (١٣٨٦) کال کې ( ٤٣٣٤١٣) د ملاريا پيښې تشخيص شوي چې( ٩٠ ٪ ) يې د ملاريا د P-vivax ډول ښودل شوی دی .

د ملاريا ډيرې پيښې د افغانستان په تودواو مرطوبو سيمو کې کيږي چې د انافيل پلازموديم په نوم ماشی مکروب له ناروغ نه روغ کس ته ليږدوي ״

رازق وويل چې په درملنه کې يې بيغوري کړې وه نو ځکه له ملاريا څخه په زيړي واوښت .

که د ملاريا درملنه ونه شي نو پرمختللې کيږي او په ينې يا ځيګر بدې اغيزې کوي . ناروغ په زيړي اوړي او وينه يې کمېږي .د ننګرهار يوې اوسيدونکې وويل:

 يوازې په لابراتواري معاينې کې دملاريا د ډولونو فرق په ډاګه کېږي .

"ځان مې درد کاوه ، کانګې مې کولې کله به مې وجود تود اوکله سوړ شو او لړزنده تبه مې لرله. دډاکټر په مشوره مې خپله وينه معاينه کړه ، ويل په ملاريا اخته يې ".

د نښو نښانوله مخې د ملاريا څلور واړه ډولونه سره ورته دي . يوازې په لابراتواري معاينې کې يې فرق په ډاګه کېږي اودرمل يې هم فرق لري.

کله چې د ملاريا ځانګړي ډول ته درمل واخيستل شي نو ناروغ يې په خوړلو کې هم بايد ځينې ټکي په پام کې ونيسي.

که دوا په وخت ونه خوړل شي ياددرملو اندازه مکمله نه شي او يا هم ددوا تاريخ تير شوی وي نوکه د ناروغ حالت لږ ښه هم شي ناروغي ورباندې بياراګرځي .

ملاريا
بايد ناروغان ډاکټرانو ته لاړشي تر څو يې ناروغي معلومه او درملنه يې وشي.

د ملاريا دناروغۍ له تکرارسره د خطرونو کچه لوړيږي اودبدن مقاومت ټيټيږي نو ځکه بايد ناروغان داسې شنه سابه ، لبنيات او ميوې وخوري چې غوړ يې لږ او اوبلن وي .

د ملاريا مکروب په خپل سر په دوا خوړلو له مينځه نه ځي نو ځکه بايد ناروغان ډاکټرانو ته لاړشي تر څو يې ناروغي معلومه او درملنه يې وشي.

 اندسکوپي روغتيا او ژوند
اندسکوپي
لويه تبه ( محرقه )روغتيا او ژوند
لويه تبه ( محرقه )
 د شکر کنټرول روغتيا او ژوند
د شکر کنټرول
ګرګ ( سکبيس ) روغتيا او ژوند
ګرګ ( سکبيس )
له ټپيانوسره لومړنۍ مرستېروغتيا او ژوند
له ټپيانوسره لومړنۍ مرستې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>