|
د ولس خبرې: ملي يووالی | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وحدت عربي کليمه ده، چې يووالی مانا لري ، تاسو څه فکر کوئ ،په يوه سيمه کې د يووالي شتون څۀ ارزښت لري؟ دکابل اوسيدونکي ظريف يې پۀ اړه داسې وويل: " مونږ د فوټبال لوبې پۀ ډله کې يووالی لرو، يووالی ددې لامل کرځي، چې تل د فوټبال سيالۍ و ګټو." هغه کارونه چې خلک يې پۀ يواز ې ځان نۀ شي ترسره کولای،د يووالي پۀ ترڅ کې يې ښايي پۀ ډيرې اسانۍ او پۀ لږ وخت کې تر سره کړي . د کابل ولايت اوسيدونکي واسع ويل:" موږ هر کال د کاريزونوپاکولو لۀ پاره، ټول کليوال اشر کوو اود کلي هر کار پۀ يووالي سره ترسره کوو." يو متل دی وايي چې : له يوه لاسه ټک نه خيژي ،يووالی نۀ يوازې پۀ کوراو کلي کې، بلکې پۀ هيواد کې هم خورا ډې رارزښت لري . ملي يووالی لۀ پخوا راهيسې د ولسونو ترمنځ دود و، چې پۀ کيسواو متلونو کې يې پۀ اړه ډېرڅۀ ويل شويدي،لکه: يو بوډا د ناروغۍ پر بستر پروت ؤ، ځا منوته يې وويل:" يوه يوه لښته راوړئ !" ځامنويې لښتې راوړې، بوډا لښتې سره يو ځای وتړلې، ځا منو ته يې د ماتولو له پاره ورکړې ، هر يوۀ پۀ خپل وار هڅه وکړه چې د لښتو ګېډۍ ماته کړي ،
خو ماته نۀ شوه، بوډا د لښتوګېډۍ پرانيستله او يوه يوه يې ماته کړه، بيا يې خپلو ځامنو ته مخ ورواړاوۀ او ويې وويل:"که تاسو سره يوځای اويووالی مو درلود، نو هېڅ دښمن به مو مات نکړي ، خو که بې اتفاقه وئ پۀ ډيرې اسانۍ به مو دښمن لۀ منځه يوسي." د افغانستان د اساسي قانون پۀ (٦) ماده کې راغلي: ( دولت د ټولنيز عدالت، انساني كرامت ساتنې، د بشرى حقوقو ملاتړ، ولسواكي او ملي وحدت رامنځته کول، د ټولوقومونو او قبايلو ترمنځ برابري او د هېواد پۀ ټولو برخو كې دانډول پرمختګ رامنځته کولو پر بنسټ د يوې هوسا او پرمختللې ټولنې جوړولو مسوليت پر غاړه لري.) د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي عبدالقيوم مشواڼي د ملي يووالي پۀ اړه ويل:"پۀ يوۀ ملت يا هيوادکې د ملي يووالي شتون د هغه ملت او هيواد د پرمختګ لامل کرځي."
په قران کريم کې هم د يووالي يادونه شوې ده، شيخ اصف محسني وويل:" پۀ قرانکريم کې يووالی د هغۀ لۀ مانا نه لوړ راغلی، د برابرۍ او ورورولۍ نه يې پۀ کې يادونه کړې ." ټول خلک د يووالي پۀ راوستو کې مسؤليت لري،که يو هيواد ملي يووالی ولري وګړي به يې پۀ سوله کې ژوند کوي ، او ملي يووالی د هغوی د پرمختګ لامل کيږي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||