ترکیه کې پر واده د خونړي برید وژل شویو شمېر ۵۰ ته ورسېد

د عکس سرچینه، EPA
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هیواد په سوېلي ښار غازي عینتاب کې د کردانو د واده مراسمو کې د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت پر اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې اچولی.
د ترکیې چارواکو دا "ترهګریز" برید بللی او ویلي یې دي چې ښایي ځانمرګی برید وي.
د غازي عینتاب د والي دفتر ویلي، په دې برید کې د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی او نږدې سل نور کسان ټپیان دي.
شکمن ځانمرګي هغه مهال ځان ته چاودنه ورکړه چې د کردانو واده کې خلکو په کوڅه کې نڅا کوله.
غازي عینتاب د سوریې له پولې سره نږدې پروت ښار دی او په دغه سیمه کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د فعالیت خبره کیږي.
د بي بي سي خبریال سریف ایسلر چې د غازي عینتاب اوسېدونکی دی وايي؛ د یو نیم میلیون خلکو دغه ښار لا د مخه هم په سوریه کې له پېښو اغېزمن و، ځکه چې اسلامي دولت هلته له کرد وسله والو سره لاس او ګرېوان دی.

د عکس سرچینه، Reuters
تېره مۍ میاشت هم په غازي عینتاب کې په یوه ځانمرګي برید کې دوه پولیس ووژل شول چې فکر کېږي اسلامي دولت لخوا شوی وي.
د دې پېښې تر شا څوک دی؟ شنونکی مارک لوین بي بي سي استانبول
په غازي عینتاب کې د اسلامي دولت فعالیت
اسلامي دولت او کرد وسله والو تېر کال کې په ترکیه کې بریدونه وکړل. تېر جون په استانبول هوايي ډګر کې د اسلامي دولت په وروستي برید کې له څلوېښتو ډېر کسان ووژل شول.
دغو جهادیانو په وروستیو کې د سوریې په شمال کې د خپل مهم مرکز منبج په ګډون ډېرې سیمې له لاسه ور کړې، د سوریې وسله وال د اسلامي دولت تر کنټرول لاندې ولایت جارابلوس په لور د نور پرمختګ لپاره چمتو کیږي.
که دا ځانمرګی اسلامي دولت کړی وي، نو ګومان دا دی چې ځوابي برید یې وکړ او د خپلې دفاع لپاره یې یوه ننداره وړاندې کړي.

د عکس سرچینه، EPA
په لیکلې بیانیه کې چې ترکي رسنیو خپره کړه، ولسمشر اردوغان ویلي: "د اسلامي دولت، د پي کې کې د کرد وسله والو او د امریکا مېشتي روحاني مشر فتح الله ګولن – ترکیه کې د تېرې میاشتې په کودتا تورن – د پلویانوترمنځ هیڅ توپیر نشته."
هغه زیاته کړې: "زموږ هیواد او زموږ ملت هغوی ته چې زموږ پرضد برید کوي، بیا یواځې دا پیغام ورکوي چې تاسو به بریالي نه شئ."
'هر لور ته وینې'
چاودنه د ښارګوټي په داسې سیمه کې شوې چې پر ډېرو زده کوونکو لرلو مشهوره ده او ډېرۍ وګړي یې کردان دي.
په سیمه کې د پارلمان غړي محمد طغرل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، برید د کردانو په واده کې شوی دی.
د ښاغلي طغرل ګوند - د کرد ولس ډیموکراټ ګوند - ویلي چې واده د دوی د ډلې د یوه غړي و.
د ترکیې دوګان خبري اژانس وايي، زوم او ناوې په ختیځ کې په سیریت ښار کې د کردانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له جګړې تللي او غازي عینتاب کې مېشت شوي وو.
۲۵ کلن ولي کان وايي؛ "مراسم پای ته رسېدل چې د نڅاګرو په منځ کې چاودنه وشوه." "هرې خوا ته د خلکو د بدنونو ټوټې او وینې وې."
د شنبې په ورځ د ترکیې حکومت وویل چې د سوریې د کړکېچ د پایته رسولو لپاره به لا ډېر کارنده رول ولوبوي.

د عکس سرچینه، STR

ترکیه کې پر ولسي وګړو وروستي خونړي بریدونه
د اګسټ ۲۰مه: په غازي عینتاب کې پر واده بمي برید لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل، مسوولیت یې په اسلامي دولت واچول شو
د جولای ۳۰ مه: د ترکیې پوځ ۳۵ کرد وسله وال ووژل چې د یوه پوځي مرکز لمنځه وړلو هڅه یې کوله
د جون ۲۹مه: په استانبول کې پر اتاتورک هواي ډګر په بمي برید او ډزو کې ۴۱ کسان ووژل شول. پړه یې پر داعش واچول شوه
د مارچ ۱۳مه: په انقره کې د کرد وسله والو په ځانمرګي برید کې ۳۷ کسان ووژل شول
د فبرورۍ ۱۷مه: انقره کې د پوځ پر کاروان برید ۲۸ کسان ووژل
د جنورۍ ۱۲مه: استانبول کې ځانمرګي برید کې د اتو جرمني سیلانیانو په ګډون لس کسان ووژل شول، د دې برید ګوته هم اسلامي دولت ته نیول کیږي
د ۲۰۱۵ اکتوبر: انقره کې د کوردانو پر سوله ییز لاریون په دوو ځانمرګو بریدونو کې له سلو ډېر کسان ووژل شول او دا په ترکیه کې تر ټولو مرګونی برید وو.








