''پر عراق د نیمګړو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ برید شوی و''

د عکس سرچینه، PA

د عراق جګړې په اړه هغه رپوټ کې چې له ډېره وخته یې انتظار کېده داسې نتیجه اخیستله شوې، چې د صدام حسین د بې وسلې کولو په لړ کې بریتانیا له نورو سوله ییزو لارو چارو ازمویلو پرته جګړې ته مخه کړه.

د دغه رپوټ چمتو کونکې ډلې مشري د قانون پوه جان چيلکاټ په غاړه وه.

له اوه کلن ځنډ وروسته نن د دغې څېړنې پایلې خپرې شوې.

رپوټ کاږي د ۲۰۰۳ کال یرغل د داسې نیمګړو استخباراتي ارزونو پر بنسټ شوی و، چې ننګول شوي نه وې.

جان چيکلوټ وايي، د عراق جګړې لپاره چمتو شوی پلان نیمګړی و.

''له څرګندونو خطرونو سره سره د برید پایلې له پامه وغورځول شوې. له صدام حسین وروسته د عراق په اړه رغول شوی پلان او چمتوالی خورا ناسم وو. حکومت د خپلو هدفونو تر لاسه کولو کې ناکام پاتې شو.''

د نوموړي په خبره د عراق د پراخې ویجاړۍ وسلو د خطر د جدیت په اړه چې خبره په څومره بارو سره وړاندې شوه بیا ثابته نه شوه.

''موږ دې پایلې ته ورسېدو، چې پر عراق له بریده مخکې باید بریتانیا د وسلو لرې کولو سوله ییزې لارې چارې لټولې وای، هغه مهال له پوځي عملیاتو پرته نورې لارې چارې هم وې.''

د چيلکاټ څېړنه کې دې ته کتنه شوې چې د عراق د یرغل پرېکړه د کومو دلایلو پر بنسټ شوې وه.

حکومت د هدفونو په ترلاسه کولو کې نابریالی و
سرجان چېکلاټ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حکومت د هدفونو په ترلاسه کولو کې نابریالی و سرجان چېکلاټ

د عراق جګړې په اړه د حکومټ څېړنه نژدې اووه کاله مخکې پیل شوه.

د جان چيکلوټ په خبره په دغه ازرونه کې دې ته کتنه شوې، چې ایا پر عراق برید ' سم او اړینه چاره وه او ایا بریتانیا له بریده وروسته حالاتو ته چمتو وه او یا دا چې څه یې باید کړي وای.'

جان چیلکاټ وايي، ښايي په عراق کې پوځي عملیات اړین وای، خو د ۲۰۰۳ کال په مارچ کې صدام حسین کوم سملاسي خطر نه و د هغه ( صدام حسین ) د مخنیوي پالیسي پلي کېدای شوای، چې تر یوه وخته د عمل وړ وه.

''خو موږ دغې نتیجې ته رسېدلې یو، چې کومو حالاتو کې پرېکړه وشوه، چې د بریتانوي پوځي عملیاتو لپاره قانوي لاره موجود ده، هغه ډاډمنونکي نه وو.''

جان چيلکاټ د خپلې څېړنې پر بنسټ وايي، ګډې استخباراتي کمېټې باید د بریتانیا د هغه مهال لومړی وزیر ټوني بلېر پوه کړی وای، چې تر لاسه شوي معلومات ښيي، چې عراق نور د کیماوي، بیالوژیکي یا اتومي وسلو جوړولو هڅه نه کوي.

له څرګندونو خطرونو سره د برید پایلې له پامه وغورځول شوې. سرجان چېکلاټ

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، له څرګندونو خطرونو سره د برید پایلې له پامه وغورځول شوې. سرجان چېکلاټ

د جان چيکلاټ دغه رپوټ ته غبرګون کې د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر ویلي:

''زه فکر نه کوم د صدام حسین لرې کول د هغې ترهګرۍ سبب دی، چې نن یې موږ په منځني ختیځ او د نړۍ نورو برخو کې وینو.''

ټوني بلېر وايي، د صدام حسین خلاف د جګړې پرېکړه یې په ښه نیت پیل کړه او هدف یې د ده په خبره د بریتانیا ملي ګټې وې.

د عراق د یرغل په تړاو د چيلکاټ په مشرۍ د څېړنې امر د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون په ۲۰۰۹م کال کې ورکړی و.

د څېړنې د پایلې مهم ټکي

د عکس سرچینه، AFP

  • پرعراق برید کې بيړه شوې وه.
  • له برید وړاندې ټولو سوله اییزو لارو ته کتنه نه وه شوې.
  • ۲۰۰۳م کال کې د صدام حسین د حکومت له لورې لویدیځ ته بېړنی ګواښ پېښ نه و.
  • د صدام حسین او حکومت له پرځولو وروسته حالاتو په اړه جوړ شوی پلان بې ګټې و. <pullOut><quote><quoteText>زه فکر نه کوم د صدام حسین لرې کول د هغې ترهګرۍ سبب دی، چې نن یې موږ په منځني ختیځ او د نړۍ نورو برخو کې وینو.</quoteText><quoteSource>ټوني بلیر</quoteSource></quote></pullOut>

د عراق جګړې په اړه د حکومتي څېړنې مشر جان چيلکوټ د رپوټ له خپرېدو مخکې ویلي و، چې دوی هیله مند دي، د دوی رپوټ له خپرېدو وروسته به راتلونکي کې دومره پراخې پوځي مداخلې د کره استخباراتي معلوماتو او سیاسي ځېرکتیا پر بنسټ کېږي.

هغه وايي:

''موږ تمه کوو، چې راتلونکي کې به په دغسې پراخه کچه پوځي مداخله یا ديپلوماتیکې منډې ترړې له احتیاطه د ډکو ارزونو او سیاسي ځېرکتیا پر بنسټ کېږي.''

هغه زیاته کړه ''موږ په دې باور یو، چې له دغه رپوټ نه ډېر څه زده کېدای شي او په دې اړه راتلونکي ته پام ډېر مهم دی.''

په رپوټ کې د قومي او فرقه ییزو اختلافونو په ګډون د عراق کورنیو ناسمو شرایطو ته اشاره شوې او ویل شوي، چې پر عراق د برید پر مهال د بریتانیا حکومت سیاست پر هغې فرضیې ولاړ و، چې ګواکې د امریکا په مشرتابه به جګړیز عملیات په سمه توګه سر ته ورسیږي او د ملګرو ملتونو په ملاتړ به د هغه هېواد د چارو اداره پرمخ ځي.

بل لور ته د بریتانوي پوځ یوه متقاعد افسر وايي باید حکومت د هغو پوځیانو له کورنیو بښنه وغواړي، چې د جګړې لپاره دغه هېواد ته لېږل شوي وو.

ډووګ بیاټی وايي هغه ۱۷۹ بریتانوي پوځیان چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۹ تر منځ ووژل شوو جګړې ته له 'ډېرو لږو امکاناتو سره ' لېږل شوي وو.

هغه جګړه د صدام حسین حکومت په نسکورېدو پای ته ورسېده، خو له هغه راوروسته ټوکيدلي تاوتریخوالي زرګونه کسان ووژل.

پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر د دغه رپوټ په اړه وویل: ما د ښه نیت او اصلاً د هغو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ فعالیت کړی، چې راکړل شوي وو.

زه صیح الدماغ خلکو ته وایم، ورشئ او رپوټونه وګورئ بیا راته ووایاست ایا تاسې به هغسې پرېکړه نه وای کړې، چې ما وکړه.

نوموړي زیاته کړه، په دې کې هېڅ کومه بې اصوله خبره نه شته، چې د سر اوښتي زیان په اړه بښنه وغواړم، خو د هغو پرېکړو په اړه هېڅ پشیمانه نه یم، چې کړې مې وې.

نور تفصیل لږ وروسته