سعودي عربستان حاجیانو ته برېښنايي لاسبندونه ورکوي

د عکس سرچینه، AP
سعودي عربستان به سږ کال د حج الله مراسمو لپاره دغه هېواد ته ورتلونکو حاجیانو ته برېښنايي لاسبندونه ورکوي، چې تر مړوند تړل کېږي.
دغه ګام پروسږ کال د حج په مراسمو کې د یوه ټېل ماټېل رامنځته کېدو له کبله پورته شوی، چې پایله کې یې نژدې ۷۵۰ کسان وژل شوي وو او ۹۰۰ پورې نور ټپيان شوي وو.
د سعودي دولتي خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، چې دغه لاسبندونو کې به د حاجيانو شخصي او طبي معلومات خوندي کېږي او له مسوولیونو سره به یې په پېژندلو کې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
دغه راز د حرم الشریف په شاوخوا کې ۱۰۰۰ نوې کامېرې هم ځای پر ځای شوې، چې له لارې به یې مسوولین حالت څاري.
په لاسبندونو کې به د حاجيانو پاسپورټ شمېرې او دغه راز نور مهم معلومات ثبتېږي، خو د دې تر څنګ به پکې د لمانځه وختونه او د هغو کسانو لپاره چې په عربي ژبه نه پوهیږي، نور مهم معلومات هم یو ځای کېږي.
دغه لاسبندونه به اوبو کې له غورځېدو وروسته هم کار نه پرېږدي او له جي پي اېس سره به وصل وي. د سعودي عربستان حج وزارت چارواکي او امنیتي کسان به د ځیرک موبایلونو له لارې دغو بنګړیو ته لاسرسی لري.
د سعودي ورځپاڼو رپوټونو کې ویل شوي، چې په حرم شریف کې به کامېرې ځای پر ځای شي، چې له کنترول خونو به د ځانګړو امنیتي ځواکونو لخوا څارلې کېږي.
تېرو ۲۵ کلونو کې د حج مراسمو پر مهال ۲۰۱۵ کال تر ټولو خونړی هغه و.

د عکس سرچینه، Getty
د پروسږ کال پېښې سعودي پاچا سلمان اړ کړ، چې د خوندیتوب نورو اقداماتو ژمنه وکړې او دغه راز د دغه هېواد او ایران تر منځ د دغې موضوع پر سر اړیکي نور هم ترینګلي شوو.
ایران چې په هغه پېښه کې یې ۴۰۰ حاجیان ووژل شول، د سعودي عربستان چارواکو د سمبالښت پر چارو یې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د سږکال مراسمو ته به حاجیان نه لېږي.
د حج مراسمو ته هر کال د نړۍ له لر او بره له دوو میلیونو ډېر کسان ورځي او پکې خوندیتوب هرکال جدي موضوع بلله کېږي.
د تېرو کلونو مودې کې سعودي چارواکو د حج مراسمو لپاره پر ټراسپورټي او نورو اسانتیاوو میلیاردونه ډالر لګولي دي.








