د نیجر بېدیا کې د ۳۴ کډوالو مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په نیجر کې چارواکو ویلي، له ګاونډي الجزائر سره پولې ته نژدې یې په یوه بېدیا کې د ۳۴ کډوالو مړي موندلي چې ۲۰ په کې د ماشومانو دي. د نیجر د کورنیو چارو وزیر ویلي، ښکاري چې دغه کډوال قاچاق وړونکو په نیمه لار کې پرېښي او له تندې مړه شوي وي.
د نیجر په حکومتي ویناپاڼه کې راغلي، دغه مړي سرحدي (السمکه) ښار ته څېرمه په صحرا کې موندل شوي.
د نیجر د کورنیو چارو وزیر بزوم محمد ویلي، ښکاري چې دغه کډوال له تندې مړه شوي وي او انساني قاچاق کوونکو شمال ته پر لاره پرېښي وي.
د ویلو ده چې نیجر د لویې بېدیا او اروپايي وچې ترمنځ سوېل کې د افریقايي هېوادونو ترمنځ د کډوالۍ اصلي لاره ده.
د نیجر وزیر ویلي، په موندل شویو مړو کې ۹ د ښځو دي، ۵ په کې نارینه دي.
سرچینه وايي، ښکاري چې دغه کډوال د روانې میاشتې د شپږمې او ۱۲ نېټو ترمنځ مړه شوي وي.
یاد وزیر دا هم ویلي، په مړو کې دوه د نیجر دي، خو د نورو پېژندګلوي ناممکنه ده.
د کډوالۍ چارو نړیوال سازمان وايي، کابو ۱۲۰ زره کډوال تېر کال د نیجر شمال کې د (اغادیر) د وچې بېدیا له لارې تېر شوي دي.
په وروستیو کلونو کې زرګونه ناقانونه کډوال، چې ډېری یې د مالي او نیجر دي الجزائر ته رسېدلي، د انسانانو قاچاق کوونکي د لیبیا له لارې د دغه هېواد امنیت تر خرابېدو وروسته پر دغه هېواد له تېرې شوې لارې د کډوال له تېرولو ډډه کوي.








