چینایي جنګي الوتکو د امریکا څارګرې الوتکې 'مخه ډب کړې'

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون وایي، د چین د جنوبي سمندر کې دوو چینایي جنګي الوتکو په "ناامنه" حرکت سره د امریکا د یوې څارګرې الوتکې مخه ډب کړې ده.
پنتاګون ویلي، دا پېښه د مې په ۱۷ مه په نړیواله فضا کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امریکا څارګره الوتکه په سیمه کې عادي تګ کاوه.
امریکا او چین یو بل په دغه سیمه کې په پوځي فعالیت تورنوي چې د دواړو ترمنځ یې ترېنګلتیا ډېره کړې ده.
د چین سویلي سمندر چې له معدني موادو غني سیمه ده، څو هېوادونه یې د مالکیت دعوا لري.
یوه پوځي چارواکي اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، امریکایی پیلیوټ اړ شو چې د ټکر د مخنیوي لپاره خپله ارتفاع ۶۰ متره کمه کړي.
د امریکا دفاع وزارت له پوځي او دیپلوماتیکو کانالونو دا موضوع تعقیبوي.
د پنتاګون په بیانیه کې راغلي چې "په تېر یوه کال کې د امریکا دفاع وزارت د چین په کړنو کې د ښه والي شاهد و، داسې چې الوتنې یې په خوندي او حرفوی توګه ترسره کېدل."
واشنګټن پیکنګ د چین سویلي سمندر چې د کښتیو تګ راتګ مهمه لاره ده، په پوځي کولو تورن کړی.
چین بیا په اسیا کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پوځي مانورونو او ګزمو پر زیاتوالي نیوکه کړې ده.
د چین سویلي سمندر د څو پیړیو لپاره د بېلابېلو هېوادونو د سیالي ډګر و او په دې وورستیو کلونو کې په دې سیمه کې ترنګلتیا په ډېرېدو ده.
تایوان، چین، وېتنام، فیلیپین، مالیزیا او برونیي ټول ددغې سیمې د ټولو یا یوه برخه اوبو او کوچنیو ټاپوګانو د ملکیت ادعا لري.
چین د مصنوعي جزیرې په جوړولو او د سمندري ځواکونو په ګزمو سره هلته خپل قدرت ښيي او هم مهاله امریکا وایي، دې سیمه کې د کښتیو په تګ راتګ د هر ډول محدودیت او د ټولو لورو د "نامشروع ادعاګانو" مخالفه ده.
دې ترینګلتیاوو دا اندېښنه راپیدا کړې چې د چین سویلي سمندر د پارولو پر سیمې بدل شي او پایلې یې نړیوالې وي.








