سریلانکا کې ګڼ خلک د ځمک ښویېدنې له کبله بې درکه شوي

له بې ځایه شویو کسانو سره د مرستې غوښتنه شوې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له بې ځایه شویو کسانو سره د مرستې غوښتنه شوې

سریلانکا کې مرستندویان له ګڼو بارانونو وروسته د ځمکې ښوېدنې پایله کې د بې درکه شویو لوی شمېر کسانو لټون کوي.

د سره صلیب چارواکي وايي، داسې وېره شته، چې مرکزي کیګالې سیمه کې ښايي تر ۲۰۰ ډېرې کورنۍ تر هغو خاورو لاندي شوي چې دغه سیمه کې یې درې کلي لاندې کړل.

تر اوسه د ۱۳ کسانو مړي موندل شوي دي.

د ځايي چارواکو له قوله ویل شوي، چې ۱۵۰ کسان ژغورل شوي دي، خو وايي تر ۶۰ ډېر کورونه خاورو، خټو لاندې کړي دي. رسمي شمېرې ښيي، چې له ګڼ بارانه وروسته دغه هېواد کې د راوتلو سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي دي.

د سیلابونو له کبله ۳۵۰ زره کسان د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ شوي دي. د سې شنبې په ماسپښین ارانایاکي ښارګوټي ته نژدې له غونډیو په پراخه کچه خاوره وښویده.

مرستندویان وايي تر خاورو، خټو لاندې سیمې ته د درنو ماشینونو په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

ولسمشر مایتهري پالا کیګالې سیمې ته د سیلابونو له کبله اغیزمنو خلکو سره د لیدو لپاره ورغلی دی.

بل لور ته د هېواد په نورو سیلاب ځپلو سیمو کې چارواکو له ولسه غوښتي، چې بې ځایه شویو کسانو سره د مرستې لپاره اوبه، وچ خواړه او روغتیايي توکي ولیږي.