هندي ډلې د ټرمپ د کامیابۍ لپاره دعا وکړه

د عکس سرچینه، AP
ښايي د ډونالډ ټرمپ لپاره به دا ستونزمنه وي چې د جمهوریپال ګوند مشرانو ملاتړ د ولسمشرۍ کمپاین لپاره ترلاسه کړي، خو ځینې داسې تلوسه لرونکي ملاتړي لري چې هڅه کوي د دوی خدایان يې ترڅنک ودرېږي.
د یوې ښۍ اړخې هندي ډلې لسګونو غړو د دیني مراسمو په ترڅ کې د چارشنبې په ورځ اور بل کړ چې ورسره يې سندرې زمزمه کولې. له خپلو خدایانو يې غوښتنه کوله چې ټرمپ د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشرۍ لپاره بریالی شي.
په داسې وخت کې چې ټرمپ د جمهوريپال ګوند په هغو سیالیو کې برلاسی دی چې د نومبر په ټاکنو کې به د ګوند له لوري برخه واخلي، د نوموړي هغه غوښتنه چې امریکا ته د مسلمانانو پر ورتللو بندیز، او په بهر کې د ترهګرو ډلو تعقیبول غواړي، په هند کې ځینې ملاتړي پیدا کړي دي.
د هند سینا ملي ډلې بنسټګر ویشنو ګوپتا وايي: "ټوله نړۍ له اسلامي ترهګرۍ سخت شکایت کوي، ان تر دې چې هند هم ورڅخه په امان کې نه دی، او د نړۍ یوازینی ژوغورنکی ډونالنډ ټرمپ دی".

د عکس سرچینه، EPA
ددغې ډلې غړي چې د نوي ډيلي په یوه پارک کې راغونډ، او په شړیو ناست وو، ترڅنګ يې هغه مجسمې هم اېښې وې چې د دوی خدایان بلل کیږي او په منځ کې يې شفا، هانومان او د ټرامپ موسکا لرونکي انځورونه ول.
او له سرونو پورته يې یوه داسې لوحه ځړولې وه، چې له ټرمپ يې د خپل ملاتړ ترڅنګ ویل "هغه د بشریت یوازینۍ هیله ده چې له اسلامي ترهګرۍ یې وژغوري."

د عکس سرچینه، EPA
دغو راټولو شویو په سنکریټي ژبه دعاګانې کولې او له خپلو خدایانو يې غوښتنه کوله چې ټرمپ ته په ټاکنو کې بریالیتوب ورپه برخه کړي، او د مناسکو د سرته رسولو لپاره يې اور ته دانې، واښه، او کوچ د نذارانې په توګه ورغورځول.




