ولې افغان حکومت سوريه کې جنگېدونکو افغانانو په اړه "غوڅ" ځواب نه لري؟

د عکس سرچینه، arg
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, کابل
د منځني ختیځ په جګړو کې د افغانانو د ورګډېدو په تړاو وروستۍ کیسه له ایرانه د سوریې جګړې ته د اسد واکمنۍ په ننګه د افغانانو د لېږلو خبره وه، دغه جګړې کې نیول شوي افغانان دعوه کوي چې ایران په خپل هېواد کې د پاتې کېدو شرط ورته ږدي او پیسې هم ورکوي چې د بشارالاسد د حکومت دپایښت لپاره جګړه وکړي.
سوريه کې جنګېدونکي افغانان تر ډېره شیعه مذهبه هزاره ګان دي د دوى له ځینو کورنیو سره چې خبرې شوې، ادعا یې دا ده چې ګواکي ایران افغان کډوال اړ باسي چې د سوریې جګړه کې برخه واخلي او دوئ چې یو مذهبي اړخ ته یې بیايي او جګړمار "زینبیان" بولي.
"زینبیان" ځانونه په مذهبي ریښه تړلي ګڼي او وايي دوى په سوریه کې د امام حسین د خور بي بي زینب د زیارت د دفاع لپاره د هغو کسانو سره جګړه کوي چې غواړي پر دمشق واکمن د اسد رژیم ړنګ کړي.

د کابل چارواکي په ګرانه موندلی شې چې د منځني ختیځ په اړوند درته د افغانستان په استازولۍ روښانه ځواب درکړي، که وي هم خورا ګونګ ځواب.
د افغانستان د اجرايیه ریاست لومړی مرستیال محمد محقق مو وپوښته له ایرانه د سوریې جګړې ته د افغانانو په تګ خبر یاست؟
ویل یې هو!
نو ولې بیا له ایراني چارواکو سره د خپلو اتباعو د برخلیک په اړوند خبرې نه کوئ.

د ښاغلي محقق یو ځواب دا و چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید په دې اړه وپوښتل شي، ما ور غبرګه کړه په ځینو ویډیوګانو کې افغانان ادعا لري چې ګواکي ایراني حکومت اړویستلي چې سوريې ته د جګړې لپاره لاړ شي، ښاغلي محقق وویل "تر ډېره زه چې خبر یم دا په داوطلبانه ډول سوريي ته ځي او هغوى چې په دغه جګړه کې لیوالتیا لري او خوښه یې ده ورځي".
خو د افغانستان د مشرانو جرګې یوه غړې بلقیس روشن وايي "افغانان د سوریې جګړې ته د ایران له لوري لېږل کېږي او ژمنه ورکول کېږي چې دوى ته په ایران کې د اوسېدو اجازه (اقامه) ورکول کېږي، او ډالري معاشونه د جګړې لپاره ورکول کېږي ځکه هغوى هم پیسو ته اړتیا لري او هم په ایران کې د اوسېدو اسنادو ته".
نوموړې زياتوي "زه فکر کوم هغه افغانان چې دغه جګړې ته ځي ډېر یې په مذهبي مسلو لا خبر نه دي هغوى یوازې د مادي امتیازونو په بدل کې لېږل کېږي".

بلقیس روشن په افغانستان کې دننه ځیني سیاسي کړۍ، د مذهبي زده کړو مرکزونه او مدني بنسټونه هم په دې تورنوي چې ګواکې د ایران د ګټو لپاره کار کوي او هغه جګړه چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ ده له افغانانو په کې د کارولو هڅه کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چې هر ځل بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې ډول سوریه او نورو عربي هېوادونو کې د افغانانو په جګړیزه ونډه پوښتل شوی، ویلي یې دی چې د موضوع په اړه بشپړ معلومات نه لري او یواځې یې له رسنیو اورېدليدي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند، خیرالله ازاد، راته وویل دوى هڅه کوي په دې تړاو شواهد او اسناد په لاس راوړي تر اوسه افغان حکومت داسې هېڅ نه لري چې پرې استدلال وکړي.
ښاغلی ازاد وايي "دوى له سوريې سره دېپلوماتیکې اړیکې نه لري، نو ځکه دا هر څه ترکيې او ايران کې له خپلو سفارتونو څاري او اسانه، نه ده چې د لرې والي له امله ژر معلومات ترلاسه شي".








