د پاکستان د پوځ ١١ جيگپوړي افسران له دندو شړل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان پوځي مشرتابه ١١ جيگپوړي پوځي مشران د اداري فساد په تور له خپلو دندو گوښه کړې دي.
د پوځي سرچينو ترمخه دې کسانو کې د نورو ترڅنگ تورن جنرال عبيدالله خټک، بريدجنرال اعجاز شاهد، ډگروال اسدشهزاده، ډگروال عامر، ډگروال سيف او ډگرمن حيدر شامل دي .
د پاتې نورو افسرانو په تړاو پوځي سرچينو نه د هغوي لرې کېدل تايد کړي او نه يې هم رد کړي دي.
ويل شوي چې له دندې ټول لرې کړى شي افسران په بلوچستان کې د فرنټير کور(قول اردو) سره اړه درلوده.
داچې هغوي تقاعد(ريټايرمنټ) ته اړ کړى شوي ځکه نو ټول امتيازات هم ترې اخيستل شوي دي.
لرې کړى شوو افسرانو جنرال عبيدالله خټک او جنرال اعجاز شاهد د فرنټيرکور دمشرانو په توگه هم دنده ترسره کړې ده.
پوځي سرچينو ددې گوښه کړى شوو کسانو باندې د لگېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.
دا کسان په داسې وخت کې لرې کړى شوي دي چې د پاکستان لوى درستيز، جنرال راحيل شريف ويلي و " وسله والو ځواکونو کې د احتساب باوري کولو د هڅو ملاتړ به کوي".
ده ويلي و چې" ترورزم سره سره د اداري فساد له منځه وړلو پرته هېواد کې ثبات نۀ شي راتلى".








