د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت کې د پیشو ګومارنه

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت، د وزارت په ودانۍ کې د موږکانو د ډېروالي له کبله د مبارزې لپاره پیشو ګومارلې ده.
دغه پیشو وړاندې په واټونو کې ګرځېده. د پیشو نوم پالرمستون دی، چې ویل کېږي نوم یې په نولسمه پېړۍ کې د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر او پخواني لومړي وزیر لارد پالمرسټون له نامه اخیستی دی.
لارد پالمرستون په ۷۱ عمر د بریتانیا لومړی وزیر شو. نوموړی د څه باندې ۱۵ کلونو لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پیشو به د خلکو لپاره بوج نه وي او نه به هم لګښتي تمامه شي.
پالمرسټون دوه کاله عمر لري، چې په لندن کې د پیشوګانو او سپیو د ساتنې د یوه مرکز له خوا د لندن په واټونو موندل شوې ده.
دغې پیشو کم وزن درلود او وږې به وه. د اصلي څښتن په اړه یې هېڅ معلومات نه شته.
د زاړه لندن په ډېری دولتي ودانیو کې موږکان ځغلي راځغلي. ددې ستونزې د لیرې کېدو لپاره له پیشو ګټه اخیستل کېږي.

ډاونینګ سټریټ کې د لومړي وزیر د استوګنې د کور پیشو 'لاري' نومېږي. هغه له ۲۰۱۱ کال راهیسې پخپل نوي کور کې ژوند کوي، چې وړاندې د پالمرسټون په څېر کوڅه ډبه پیشو وه.
د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون ویلي، لاري پیشو له نارینه وو سره چندانې دلچسپي نه لري، خو په وینا یې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره یې ملګرتیا کوله.









